د بدني ښکلا افغان لوبغاړی د ارنولد کلاسیک سیالیو اتل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69407
ایمل
دخبریدو نیټه : 2025-03-07

د بدني ښکلا افغان لوبغاړی علي بلال د امریکا د ارنولد کلاسیک د ۲۰۲۵ کال په سیالیو کې د نارینه فزیک د اتلولۍ ګټونکی شو.

بلال تیر کال د مسټر المپیا په سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړی و او سږکال هم هڅه کوي په دې لوبو کې ګډون وکړي.

علي بلال د بدني ښکلا لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د امریکا ارنولد کلاسیک اتلولي ګټي.

له دې وړاندې د بدني ښکلا افغان لوبغاړي نه دي توانیدلي چې د مسترالمپیا لوبو ته لار پیدا کړي.

په بل خبر کې بیا د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي نصرت حقپرست نن خپل ارجنتیاني سیال استبان ریبوویچ ته ماتې ورکړې ده