دا د پښتو وېبپاڼو، پښتو برېښناليک، د پښتو وېبپاڼو د بحث د فورمونو او په
انټرنېټ باندې د پښتو د نورو اړوندو موضوعاتو په هکله معلوماتي کتاب دى چې ځوان
ليکوال او ژورنالست عبدالهادي حيران ليکلى دى او تازه په پېښور کې د افغان خپرندويه
ټولنې لخوا چاپ شوى دى.
تقريباً په ١٥٠ مخونو خور دا کتاب په زړه پورې سرپاڼه
او د پښتو وېبپاڼو په هکله ښه معلومات لري. مهم سرليکونه يې د انټرنېټ لنډه
پېژندنه، د انټرنېټ د ايجاد او ودې پړاوونه، د وېبپاڼې پېژندنه، د پښتو وېبپاڼو پېل
او دوام، د فونټ ستونځې، د پښتو او پښتنو وېبپاڼې، د بحث فورمونه، د وېبلاګ
پېژندنه، پښتو وېبلاګونه، اونلاين مجلې، اونلاين کتابونه، پښتو برېښناليک، انټرنېټ
او پښتو ادب دي.
داکتاب تاسي په کابل، جلال اباد او پېښور کې د هر کتاب
پلورنځۍ څخه ترلاسه کولاى شی.