د لوى خداى (ج) په نامه
دارواښاد استاد اكاډميسن محمد صديق روهي د لسم تلين په مناسبت دعلمي غونډي کوربنو او مېلمنو ته !
زموږ د زړونو د تل پېرزويني او سلامونه ومنئ
درنو دوستانو!
ارواښاد استاد اكاډميسن محمد صديق روهي په شلمه پېړۍ كي د افغانستان په غېږ كي د علم پر ډګر هغه لوى مفكر، عالم ليكوال او عظيم انسان و چي د افغان فرهنګ مينان به تل ورباندي وياړيږي. خو زموږ لپاره د ډېر درد خبره دا ده چي زموږ دا لوى انسان د ډېرو نورو غوندي موږ نه دى پېژندلى، كنه نو د ده هغه ليكني چي د نړۍ د لويو_لويو ليكوالو ليكني اثار او افكار يې په خورا عالمانه، منطقي او مدللۀ توګه تر كره كتني لاندي نيولي او بيا يې خپل نظريات پنځولي دى، نو موږ دا دعوه كولاى شو چي استاد روهي د نړۍ په كچه يو لوى عالم و، كېداى شي چي زموږ دا دعوه د ځينو تنګ نظرو له خوا مبالغه وبلل شي، خو موږ دا ډاډ لرو، چي د دغه ډول درنو او علمي غونډو په ترڅ كي به د استاد روهي ځلانده علمي څېره د بې غوريو له دوړو او د زمان له ګردونو څخه راووزي او ټول د علم د كور د غړي به يې په رښتيا د يوه نړيوال څېړونكي او فرهنګي شخصيت په توګه ومني.
موږ تاسو درنو پوهانو او د پوهي مينانو ته دا زېرى هم دركوو چي موږ په كندهار كي د ( روهي) په نامه يوه فرهنګي هسته رامنځته كړې ده چي د كندهار ټولي آزادي ټولني په كي راټولي دي او خپلو لويو ملي ارمانو ته د رسېدو لپاره يې لاسونه وركړي دي، هره پنجشنبه د ( روهي) تر بركتناك نامه لاندي سره راغونډيږي د كره كتنو او مشاعرو غونډي كوي او په دې هيله دي چي د دغه مبارك نامه تر اغېز لاندي د ده روښانه او وياړلي لار وڅاري او د پوهي او تفكر منزل ته ورلنډ شي.
موږ له وخت څخه په ګټه اخيستو له ټولو درنو فرهنګيانو څخه دا هيله كوو چي پر دغه لار مو يوازي پرې نږدي او وخت ناوخت مو پخپلو غوره لارښوونو ونازوي، ځكه موږ ځوانان يو او بيا نو د افغانستان ځوانان، چي تر هر چا زياتي لارښووني ته اړ يو.
نور مو نو مبارك شه دا وياړلې غونډه
موږ په تاسو وياړو او تاسو مو د زړه ډاډ ياست
د خداى په امان
د ( روهي ادبي بهير) په استازيتوب
بېنوا فرهنګي ټولنه
يادونه : په کندهار کي د انټرنټ تخنيکي ستونزو له کبله دغه پيغام پر وخت راونه رسېدی . موږ وبخښی