څه موده مخته بېنوا ويبپاڼي د افغانستان د وتلو سندغاړو له سندرو څخه يو شمېر د بېنواويبپاڼي لوستونکو ته وړاندي کړې . په دې اړه تر اوسه پوري تر سلو زيات ليکونه راورسېدل ، لوستونکو او اورېدونکو مو سندري خوښي کړې وې او د يوشمېر نورو سندرغاړود سندرو غوښتنه شوې وه . موږ په ځوابي ليکونو کي د هوکې ژمنې وکړې او د پلي کولو هڅي .
له هغوی څخه يې د ښاغلي رحماني د ږغ او سندرو مينه والو ته زيری ورکوو او په جرمني کي مېشت ښاغلي ډاکټر عبدالباري ته کورودانی وايو چي زموږ غوښتنه يې رحماني صاحب ته چي په ډنمارک کي اوسېږي ورسوله اوهمدا ډول د وتلي سندرغاړي استاد رحماني څخه مننه چي د ډاکټر صاحب عبدالباري له لاري يې موږ ته سي ډياني راولېږلې او د خپرېدو اجازه يې وکړه .
له درېو بېلابېلو سي ډي ګانو څخه نوي او زړې سندري دلاندي عکس په کښېکاږلو سره واورﺉ