(ملالۍ جويا ويبپاڼه)د ملالۍ جويا دژغورني ټولنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7254
عبدالله احسان
دخبریدو نیټه : 2006-05-28

ملالۍ جويانژدې ټول هيوادوال څه ناڅه دملالۍ جويا له نامه سره اشنا دي . څرنګه چي د بېړنۍ لويي جرګې څخه راوروسته ملالۍ جويا په پر ه پسې توګه د جنګسالارانو او جنايتکارو د محکمې غوښتني کوي ، ديوشمېر هيوادوالو په زړونو کي يې ځای موندلی دی او يو شمېر هغه چي هغه د چا خبره چي په اوړو کي يې شګه وي هڅه کوي تر څو دا اووه ويشت کلنه ملالۍ جويا چوپ کړ ي، ګواښونه ورته وکړي ، ويې ډاروي او په ډېره خواشيني سره بايد ووايو چي د ټولو افغاني دودونو او کلتور پرعکس کله چي اغلي ملالۍ جويا په ولسي جرګه کي دغويي اوومه او اتمه دافغانانو د پاره توري ورځي وبللې او دولس ه استازو څخه يې وغوښتل چي بايد عاملين يې محاکمې ته راکش کړل شي ، نه يوازي دا چي د ولسي جرګې دمشرتابه له خوا يې مايکروفون بند شو ، بلکي دولسي جرګې د يو شمېروکيلانو له خوا داوبو د بوتلونو تر ګوزارونو لاندي راغله . خو ملالۍ جويا وايي چي څو ژوندۍ وي د خپل بې وزله او جګړه ځپلي ولس خدمت به کوي .

په دې و وستيو کي  د ملالۍ جويا د ملاتړ اوټولني ټولني د ملالۍ جويا ټکی کام په نوم يوه ويبپاڼه پرانستې ده . په دې ويبپاڼه کي د اغلي ملالۍ جويا په اړه ډېر څه د هغې په ږغ او انځور کي اورېدلای او ليدلاﺉ شی، تاسو درانه وستونکي ددې پاڼي پرانستلو ته رابولو .  پته يې داسي ده : www.malalaijoya.com