په بېنوا کښي نوي جادوګر ږغونه پر لیکه شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7285

دخبریدو نیټه : 2006-05-30

نژدې هر ورځ  د بېنوا ویب پاڼي ځیني وستونکي  او مینوال د جاوګر ږغونو د برخو په اړه لیکونه  رالیږي  ، ځیني د دې لړۍ پراختیا غواړي  ، ځیني بیا د خپلي خوشي دشاعر او لیکوال په ږغ کي شعرونه  غواړي ، ځيني بیا له تخنیکي ستونو سر ټکوي او ځیني خو ان خپل ثبت شوي ږغونه  په بریښنالیکونو کي رالیږي .
داچه د بېنوا پاڼي په جادوګر ږغونو کي مو نوي شعرونه  د ښاغلي اکبر ایازي  ،حنان حبیب زي ، پیرمح مد کاروان  او د هیواد د وتلي سندرغاړي  حیات کاکړ په ږغونو کي زیات کړي دي  نو غواړو په همدې پ مه د ځینو اوریدونو د لیکنو اړوند یو څه ووایو .
1 : موږ د وس تر بریده هڅه کوو چي ستاسو لپاره د جادوګرږغونو برخه د بینوا دنو برخو په څیر په نوي ږغونو تازه کړو .
2 : موږ تل ستاسي د غوښتنو سره سم ستاسی د خوښۍ د لیکوا و څخه  غوښتنه کړې تر څو د هغو په ږغونو کي تاسي ته د هغوئ پنځوني وړاندي کړو . چي ډیرو زموږ دغه غوښتنه په و ین تندي منلې ده .
3 : موږد هغه وړونو په اړه چي د بېنوا پاڼي د ږغونو د برخي په اوریدو کي مشکل لري دومره ویل غواړو چي د ږغونو په اوریدو کي یواځنۍ ستونزه د نیټ  کراروالی پېښوي  د بېنوا د ږغونو د اوریدو لپاره لږ تر لږه  ۵۸ کې بي کنکشن او یا تر هغه تېز ته اړتیا شته
4 : هغه کسان چي غواړي  خپل ثبت شوي ږغونه  موږ ته اولیږي  نو د مهربانۍ له مخي دي په ام پی ۳ فارمټ کي راولیږي  موږ ته په لسګونه داسي ږغیز شعرونه راغلي چي د تخنکي جوړښت  له مخي ئې ام پي ۳ ته اړول  یا خو مشکل وي او یا خپل کیفیت دلاسه ورکوي  . چي په همدې وجه م وږ ندي خپاره کړي

په کلیواله مینه
خالدهادي حیدري