د مخابراتو وزارت په نامه سرخلاصى ليك

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8004

دخبریدو نیټه : 2006-07-06

د روشن ګرځنده تليفون كمپنۍ د پام وړ

 

د مزار شريف د مخابراتو رياست تر شا د كوچهْ مير قاسمي خلكو په يو سرخلاصي ليك كې د مخابراتو له وزير نه هيله كوي د ع يبا كمپنۍ، چې د ګل اّغا يونس كور يې په كرايه نيولى، غواړي په دې ځاى كې د روشن تليفون يوه پايه ولګوي، كه څه هم د سيمې اوسېدونكيو په وار وار له دې كمپنۍ څخه غوښتنه كړې، چې له دې كاره لاس واخلي؛ ځكه چې د خلكو د استوګنې سيمه ده، كېداى شي زياتې ستونزې منځته راوړي. له دې لامله د سيمې اوسېدونكي د مخابراتو له وزير څخه غوښتنه كوي، چې ددې كمپنۍ ددغه زيان زېږوونكي كار مخنيوى وكړي.
د سيمې اوسېدونكيو ګواښ كړى، كه چېرې د دوى دا هيله ونه منل شي، اتلونكى مسووليت به د عريبا كمپنۍ پر غاړه وي.

د كوچهْ مير قاسمي د اوسېدونكيو له خوا