((دملا عبدالسلام ضعيف ليکلې خاطرې (دګونتانامو انځور) چاپ شو
دطالبانو ددورې دلوړ پوړي چارواکي او ددوى د واکمنۍ په
وروستيو کې په اسلام آباد کې د افغانستان د سفير ملا عبدا
سلام "ضعيف" په لاس کښل شوى کتاب " دګوانتانامو انځور" له
چاپه راووت .
دغه
کتاب رنګينه پښتي او يو سل او شپږ پنځوس(۱۵۶) مخونه لري چې
دملا عبدالسلام "ضعيف" د ژوند د هغو حالاتو ښه انځور پکې
کښل شوى دى کله چې نوموړى د طالبانو د واکمنۍ له نړېدو وروسته په اسلام آباد کې د
پاکستان د امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شواو بيا ددې هېواد د چارواکيو لخواامريکايانو ته وسپارل شو او له هغې وروسته يې په کندهار ، بګرام او ګوانتانامو کې څه کم څلور
کاله دبند له مشقت څخه ډکې شپې او ورځې تېرې کړې .
ملا عبدالسلام "ضعيف"
په دې کتاب کې د خپل نيول کېدو، د پاکستانيو چارواکيو د چلند او په وېزه کې د وخت لرلو او
دپاکستان لخوا دډاډ برسېره بيا هم امريکا ته د سپارل کېدو، د امريکايي بېړۍ او
ګوانتانامو پېښې ، له بنديانو سره دامريکايانو دچلند او دزندان حالات ښه په تفصيل
سره بيان کړى دي او د بنديانو په هکله يې هم يولړ معلوم
ات ورکړي دي .
دکتاب تصحيح او تدقي قاضي محمدحسن حقيار اوکمپوز او ډيزاين ملا خيرالله فضلي کړى او سريزې پرې محمدقاسم حليمي، قاضي محمدحسن حقياراو عبدالرحيم مسلم دوست ليکلې دي.
ملا عبدالسلام "ضعيف" د طالبانو د واکمنۍ په و
وستيو کې په پاکستان کې د طالبانو دحکومت سفير و چې د ۲۰۰۲ ز.کال د جنورۍ د مياشتې
په درېمه نېټه د پاکستانيو چارواکيو لخوا ونيول شو اووروسته امريکايانو ته وسپارل شو او د ۲۰۰۵ ز. کال د
سپتمبر په دولسمه له ګوانتانامو څخه راخلاص شو.
يادونه : د دې کتاب پوره متن په نژدې راتلونکي کي د بېنوا ويبپاڼي له لاري خپرېږي !