په کویټه کښي د پښتواووم عالمي سېمینار جوړیږی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8116
عادل اڅکزئ
دخبریدو نیټه : 2006-07-25

د پښتو ( ٧ ) عالمي سېمينار په سياح تي ښار زيارت پښتونخواکي : د روان عيسوي کال ٢٠٠٦ د اګست پر ( ٣ مه)  نېټه په کويټه ښار کي د مې ت  ادبي تنظيم (  پښتو ادبي غورځنګ ) له پلوه، د پښتو ادب ( ٧ ) م  عالمي ( نړيوال ) سېمينار ( څ ېړن غونډه ) پېليږ ي ،په دې سېمينار کي د ګډون لپاره د پښتو ژبي او فرهنګ اکثره اديبان ، پوهان ،څېړونکي،کره کتونکي،موريخين،روڼ اندي،شاعران او د قلم خاوندان دکوربه تنظيم په بلنه يا  ست  را بلل سوي  څو د سېمينار برخوالو ته تر ټاکلو سر ليکونو لاندي خپلي درنې مقالې،عاليمانه ويناوي ،  د سالم نظر څ رګندوني ،له حقيقت څخه برخمني ليکني  او   د تخيل او تفکر په ګاڼه پسوللي اشعار په مخامخ توګه  د  وصل تر سيوري لاندي پر دريځ وړاندي کړي

بايد ووايم په دې سېمينار کي به دخپلي ژمني سره سم د ( سهېلي پښتونخوا) ،  (منځنۍ پښتونخوا) ، (کتبي پښتونخوا) ، ( کراچي ) ، ( کندهار) ،( ذابل)،( وردګ ) ، ( خوست )،( کابل) ،( جلال اباد)٠٠٠٠٠٠٠٠  ا و د افغانستان د نورو سيمو په شمول په بهرنيو شرقي او غربي هيوادونوکي مېشت ځايي او پردېس پښتانۀ دانشوران پخپل نېک ګډون سره د دې سېمينار ښکلا لا نوره وځلوي ، ټولوهغه ښاغلو او اغ و پښتو پالو ته  ،چاته چي موږ رسمي بلنه تر اوسه لا نه ده ور لېږلې ، دمعذورت له مخي  د همدې ليک په وسيله په ورين تندي  بلنه ورکوؤ ، چي د ملګرو په شمول د اګست پردويمه نېټه خپل ځانونه په کويټه کي د(پښتوادبي غورځنګ) دفتر ته سهارمهال راورسوي ،په دايه ورځ به ټول فرهنګيالان اوشاعران د سياحتي ښار ( يخ زيارت) پر لور د کاروان په شکل په موټرانو کي روانيږي ،تر څو د سېمينار په پرانيستن غونډه کي له ا امه وروسته دابله ورځ له مهال وېشه سره سم برخه واخلي ، د يادوني وړ ده چي د( زيا رت ) سياحتي ښار د کويټي له ښاره تقريبا ( ١٢٠ ) کلوميتره واټن لري ، د ذکر سوي سېمينار، نېټه ،ورځ  او وخت په لاندني ډول ده ،

 پېل ٣ مه د اګست ،  /  وخت  سهار  ، /  ورځ  پنج شنبه اختيتام  ٥  مه د اګست ،/ وخت ماخستن ، / ځای د  اولسي شورای د غونډي تالار( زيارت سهېلي پښتونخوا )

که غواړئ چي د خپلو فرهنګي او کلتوري ټولنو پېغامونه په سېمينار کي له برخوالو سره شريک کړئ نو پر دې برېښناليک درک ېي را ولېږۍ ، lamba_ g2000@ yahoo.com پوستي پته ،  quetta G ,P ,O, BOX # 537 د پښتو عالمي سېمينار زيارت کنوينر ، محمدصادق ژړک ، ګرځنده فون شم ېره ( MOB (  0092(0 ) 3009388150 بله فون شمېره  MOB 0092 (0)3022245352 

 هېره دي نه وي د سېمينار په اخېره ورځ د پښتو ادب مخورو شخصيتونو ته د فرهنګي کار اوزيار له مخي د اېوارډ کمېټې ( جرګګۍ )په ټاکنه ، په دې نومونو نومول سوي اېوارډونه و وېشل سي ، لکه د امير کروړ په نامۀ اېوارډ ، د علامه حبيبي په نامۀ اېوارډ ، د محمدګل نوري په نامۀ اېوارډ ، د غورځنګ ادبي اېوارډ په نامۀ  او د غورځنګ علمي اېوارډ په نومونوا ېوارډونه پکي شامل دي ، دپښتونخواپر سطح دا د پښتو ادب اووم ( ٧ ) ، په کويټه کي دپښتو ادب څلورم (  ٤ )  او د پښتو ادبي غو ځنګ دويم ( ٢ ) نړيوال ( عالمي) سېمينار دۍ ، د سېمينار په اخيري شپه به د موسيقۍ ټنګ او ټکور پروګرام هم وړاندي سي ، ستاسو راتګ ته لېمۀ په لارۀ ،

 دپښتو ادب ځوان قلمي کهول ،( پښتو ادبي غورځنګ کويټه پښتونخوا )