دافغانستان او پاکستان د اولسمشرانو په نوم . . .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8390
بابوزی
دخبریدو نیټه : 2006-08-06

 پرانستئ يک

د بابوزي په قلم

اورېدل کيږي چي د افغانستان اولسمشر په بلنه د پاکستان اولسمشر افغانستان ته تلونکئ دئ . او څه مهال وړاندي افغان اولسمشر هم پاکستان ته  په  مېلمستيا بلل شوئ او ت لئ وو.  د دې تلو راتلو سره سره  ستونزه  نه يوازي دا چي حل کيږي نه بلکي لا نوره شُړيږي  .

هغه وخت چي پاکستان د اسلام او افغانستان څخه د ساتني او ژغورني خبري د جهاد تر نوم لاندي کولې ، زياتو سپيڅلو افغانانو دا د پاکستان مرسته ګڼله او د مسلمان   او ورور هېواد په سترګه يې ورته کتل ، خو اوس چي په افغانستان کي د اولس استازئ دولت جوړ شويدئ ، ولي د پاکستان هغه پخوانيو پلانونو دوام پيداکړئ او د افغانستان د ورانۍ او بر بادي لپاره نوي پلمې او بهانې جوړوي ، او خپل د دښمنئ کرغېڼي موخي  پلي کوي ؟ دا ، او يوشمير نوري پوښتني شته چي په دې سر خلاصي ليک کي يې (( د افغانانو د زړه اواز)) تر سر ليک لاندي  هغه ميز ته د رسېدو په هيله ليږم چي  دواړه مشران به ورته مخامخ کښيني .

د هغو افغانانو څخه چي داولسمشرانو د مېلمستيا م يز جوړوي او په ځانګړي توګه د افغان اولس مشر څخه هيله کوم چي  دا ليک بيله لاس وهني (( د افغانانو د زړه اواز)) په نوم ښاغلي مشرف ته وسپاري .

ښاغلې مشرف ! افغانان ستاسو څخه دا څو پښتني کوي ، هيله ده په پټه خوله او د لو څښتن ( ج ) په حاضر حضور بللواوخپل وجدان  ته په کتلوسره ، ځواب وواياست !

ومړۍ پوښتنه : تاسو ، ستاسو کورنۍ او په پنجاب کي ستاسو نورو اړوندانو ته د زدکړي سپارښت کوئ؟

دوهمه پوښتنه  : تاسو د پاکستان د اولسمشر په توګه د ښوونکو او زده کونکو قاتلانو ته سزا ورکوئ ؟

دريمه پوښتنه  : تاسو ، د لارو ، سړکونو او د عامه ګټو ودانيو ته دزيان اړونکو او شوکمارانو مخه نيسئ ؟

څلورمه پوښتنه  : تاسو ، د داکترانو ، انجينرانو ، ملا امامانو او د عامه ښيګڼو کا کونکو ، وژونکي محکومه وئ ؟

پنځمه پوښتنه : تاسو ، د بيګنا ه او خوارو وګړو د وژلو مخنيوئ غواړئ  ؟

ښاغلې مشرف ! ستاسو تر واک لاندي اداره  او اړوندي جاسوسي  کړۍ  په افغانستان کي لاس وهنه کوي . د زده کړو ممانعت کوي ، ښوونکي او زده کونکي وژني ،سړکونه او د عامه ګټو تاسيسات ورانوي ،ډاکتران او ملا امامان وژني ، او په ښخو شويو مېنونو کي يې بي ګنا ه خلک ژوبل او وژل کيږي ، ستاسو تر واک لاندي ځواکونه دا ټولي کرغيړني چاري پر افغان اولس تپي .  که ستاسو ځواب دې پوښتنو ته ، هو ، وي نو مخ مه اړوئ  او دا هو  په عم ل کي  پلې کړئ ، چي هم افغانان ستاسو اسلامي دريځ  ومني او هم به ستاسو وجدان ته درنښت پيدا کړي او که هو واياست خو پلې کوئ يې نه ، بيا به افغانان وايې چي : نمکحرامه پنجابيه په رښتيا چي تاسو نه هغه لرئ او نه دا !