افغانستان او نړيواله جزايې محکمه ( دوهمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8587
ډاکټر سراج الحق بب کزی ځدراڼ
دخبریدو نیټه : 2006-08-18

د لم ړۍ برخي په ادامه . . .

د نړۍ امنيت شورا څوارلس غړي تراوسه په يو خوله د امريکې دغه  غوښتنه  يا خاص ځای  او امتياز نه  مني . امريکايان ډاريږي او په دې اند دي که چيري د ن هاګ نړيوالي محکمې  هغه پرنسيب پلی کړ، چې واک په  قانون پسي نه چې قانون په  واک پسي روان وي او د واک او قانون ترمنځه د فولا دو پټلي  ويستله شوه ، بيابه نو دغه پرنسيب  د امريکې د سياست او ګټو پر ضد وي .

د جورج بوش حکومت دوه  واري  يو يو کال امريکايي وګړ اوسرتيرو ته  مصؤونيت  واخيست، د بل کال پته نشته .   

 افغانستان ، نړيوال قوانين او محاکم

دوستم هغه ټول طالبان ووژل کوم چي يې د ژمني له مخي بايد ملګرو م

تونو ته سپارلي وایافغانستان په نړيوال کلي او نړيوالي مدني ټولني  کې خپل کور،  په د يپلوماتيکو هڅو او د ملګروملتوو په چوکاټ کې خپل ځای او  ملي او نړيوال اعتبار لاسته راوړل غواړي . په همدي وجه بايد  د افغانستان بهرنی سياست روښانه ، په نړيوال نورمونو برابر او ملي ګټو ته خاص پام ولري . افغانستان اوس يو وار بيا  ډير نړيوال قوانين  او د جنايې نړيوالې محکمي تړون  يې هم ﻻسليک کړی  دی  .           

د جنګې جنايتکارانو محکمه په افغانستان کې سوله ، ثبات او امنيت تامينوي . په افغانستان کې  تل پاتي سوله او امنيت د قضايې عدالت له پلې کولو څخه بهر ناشونې دي . په افغاني ټولنه کي د بدل او غچ اخيست و کلتورﻻ ژوندي دی . جزايې عدالت د وژنې پر وړاندي د غچ اخيستني د مخنيوي يوه ﻻره ده  .

که جګړييزه مجرمين محاکمې ته ونه سپارل شي ، د اشونې ده چې خلک په خپل سرغچ اخستلو ته اړ شي .

د مجرمينو بخښنه د عدالت له  تامين نه ورسته يوازي او يوازي  قربانيانو پور اړه لري . بخښنه د جزايي محکمي نه مخکې ، دا پته نه لګيږې چې چا څوک د څه لپاره وبخښل  ؟ . قربانيان بايد مجرمينو ته اجازه ورکړي چې په ټولنه کې له دوي سره ژوند وکړي . دا چې نن م جرمين په واک کې دي او دوي قربانيانو ته اجازه ورکړي په تولنه کې ژوند وکړي . دا حالت يو افغان ته د زغم وړ نه دی  .

د شمالي ټلوالي په زندانونو کي هغه پښتانه زندانيان چي وروسته په ډله ايزه توګه ووژل شولکه چيري جنايت کونکې او د بشريت ضد مجرمين محاکمه شي ، په ټول هيواد کې به اساسي مثبت بدلونونه رامنځته شې او سړي اوبه به پر افغان جګړه ځپلي ټولنه  ( د اوږدي جګړې روحي ټراومه يا غميږه ) باندي تويې شي  .

د ديرش کلني جګړي ژور ټپونه زموږ په ټولنه کې هغه وخت رغيږي چې زموږ  بې ګناه ، بې وزلو  کونډو ،رنډو، يتيمانو او شريفو هيوادولو مجرمين او قاتلين يوي نريوالي محکمې ته وسپارل شي .

افغان ولس د هيواد په قضايې او عدلي اورګانونو نا باوره شوي دي، ځکه دغه محاکم ډير سياسي او په کې د  بډو اخيستل عامه خبره ده . بل دا چې د حقوقي پوهي د نشتوالي سره مخامخ دي ، خپ واک نه دي ، ناپييلي قاضيان او په نړيوالو نورمونو برابرمحاکم په افغانستان کې وجود نه لري .

د افغانستان لپاره يوه عادلانه ، خپلواکه ، ناپييلي محکمه د نړيوالو قاضيانو له خوا جوړيدای  شي . يوه محکمه چې سياسي ناپيلي نه وي ، د هغې  په عدالت هيڅ څوک عتبار نه کوي . افغانستان په خپل  ديرش کلنو ناورينونو کې له قانون اود  فعاله عدلي او قضايې سيستم له نشتولي څخه ډير ځوريدلی دی  .

نن بيا موږ  د يو ولسواکه دولت په لور چې بنسټ يې پر ټولنېز عدالت او د بشر د حقوقو پر اصولو  ولاړ  وي ، ګام اخلو .

موږ افغانان د بشري ضد جناياتو ميراث چې د تيرو حکومتونو او وسلوالو ډلو له خوا  تر سره شوي دي،  په خپل پلارني هيواد کې نشو زغملي . په دغه دوه نيمو لسيزوکې ډير زيادت  بشري ضد سرغړوني ، زورزياتې ، بې عدالتي ، د هيواد  مادي او معنوي ورانۍ ، د ټولنيزو او فرهنګې ارزښتونو ويجاړ ول او نور تر سره شوي ، چې دا ټول  زموږ د تاريخ توري پاڼي ليکي .

 د تاريخ دغه توري پاڼي هيرول د افغان ولس لپا ه زهر څښل اود ځان وژنې معنا لري . موږ نن خپل راتلونکې د خپل تير تاريخ څخه بهر نشو جوړولي .

د افغانستان اسلامي جمهوريت سياست  د بشرۍ ح وقو د سرغړونو ، جنګې جناياتو او د بشريت  ضد د جرمونو په هکه تر هغه د اعتبا وړ نه دی  تر څو چې خپل اورګانونه يې له دغو پيژندل شويو مجرمينو يا سرطاني غُدو څخه پاک کړي نه وۍ . له دې نه مخکې  د هيواد عدلي ، قضايې او اداري سيستم ولس ته د اعتبار او منلو وړ نه دی .

په افغانستان کې د انون د حاکميت نه ټينګيدل او له  سزا نه د مجرمينود  معافيت ک تور  بايد پای ته ورسيږي

د قانون له  حاکميت څخه سرغړونه د تيرو دورو جګړو او نا خوالو د کورنېو او بهرنيو جګړو ګډ خصوصيت و . په پايله کې د هيوادله  سزا څخه د مجرمينو د معافيت د ستونزي سره مخامخ شو، په خواشينۍ سره بايد وويل شي چې  د دوی  يوه لويه برخه تر اوسه په ح کومتي واک او ځواک کې پاتي ده .

د څرخۍ پله په زندان کې په ډله ييزو قبرونو کې د زرګونو سياسي، ملي مخورو افغانانو مړي ځای پر ځای دي .

د ١٩٩٢ کال د ارګ يا مرګ جګړې په کابل ښار کې عامي وژنې د کرکي نه ډ ک او زړه بوګنونکې جناياتو محاکمه غواړي  .

په ٢٠٠١ کال د  نومبر په مياشت کې د افغانستان په شمال کې د شبرغان په ليلې  دښته کې ژوندي ، ټپي او تسليم شوي جنکې اسيران ښخول او په اوسپنيزو تابوتونو، په پوﻻدي کنټينري قبرونو کې ايسارولو او د ډله ييزې وژنېو پوښتنې ګړوېږنې او پلټنې  مهال رانږدي وي دي . په دې اړه مستند فلمونه اونړيوالو محاکمو ته دقيق  اسناد راټول شوي دي .

د بې دفاع جنګې زندانيانو وژل د نړۍ په ټولو هيوادونو کې بشري ضد جنايت دی  . له دويمې نړيوالې جګړې  څخه ورسته  د جرمنې او جاپان جنرالان  د  همدې جناياتو په امر ورکولو  اعدام شول .

 په افغانستان کې به  دغه ککړ خلک  خپل حساب ته خامخا ورورسيږي  .

په دې اړه د بشري حقوقو لپاره د ملګروملتوو عالي کميساري رپوټونه خپاره کړي دي . د افغانستان لپاره د عدالت پروژه يو ډير خورا  ارزښتمن رپوټ جوړکړی  دی ، چي د لوم ړي ﻻس د څيړنو پايلو او د عيني شاهدانو شهادت بيلګي په کې راټولي شوي دي . د افغانستان د بشري حقوقو د څارنې خپ واک کميسون د تيرو جګړييزو او بشري ضد سرغړونو په اړه د افغان ولس غږ او اسناد راټول کړي دي  .

دشمالي 

ټلوالي له زندانونو څخه پنځه په سل کي زندانيان بيرته کورونه ته رسېدلي ديپه همدې ډول د بشر حقوقو حقونو څخه سرغړونو او د هغه د مسؤولينو په هکله يوه څېړنه تر سره  شوې ده .

دا چې ولي تر اوسه د بشري  حقوقو څخه د سرغړونو په هکله څيړني نه دي پيل شوي او له افغان ولس  سره د عدالت پلي کول اوعدالت راوستل په ټپه دريدلي او پټ پوښلي پاتي  دي ؟  ځواب بايد نور مسؤول کسان ورکړي .

د دولت په اړه د ولس ناهيلۍ او ژورې  بې اعتمادۍ ورو ورو يوو اټن  رامنځه کړی  دی .

د جنګې مجرمينو محاکمه کول د امنيت په ټنيګولو کې ښه رول  وبولی  شي او د امنيت په پراخوالي کې مرسته کوي  . جنګې جنايتکا ان همدا اوس د بي امنيتي او بي ثباتي اصلي ﻻملونه دي  .

د سزا له ورکولوسره به مجرمين له اوسني واک او ځواک څخه لري کړی شي .

نړيوالې  ټولنې  تر اوسه د ترهګري ضد جګړي د  ګټلو په هيله له جګړييزو سرغړونکواو مجرمينو  څخه ملاتړ کړي دی  . په لوړو څوکېو د بشرۍ حقوقو د س غړونکو ګومارل د هغوې د جنايتونو تائيد دی  .  د بن د تړون څخه ت ننه پورې  د قانون حاکميت پراختيا پروسه ډيره ورو ورو او له خنډونو څخه ډکه پرمخ بيول شوی  ده .

افغانان د نړۍ له پوهې او تجربو څخه په ښه توګه ګټه اخيستلي شي . د افغانستان لپاره بايد د افغانيت او افغاني ټولنې خاصو دودونو سره سم د حقيقت موندلو کميسيون د نړۍ د نور هيوادنو په شان  لکه چې سهيلي افريقا ته جوړ وی ،  جوړ شي .

 

په افغانستان کې دناټو تړون ٢٦ غړيو هيوادو  څخه   ١٩ هيوادو د نړيوالو جنګي جرايمو تړون  لاسليک کړی دی   .  اروپايان  به خپل رول  په افغانستان کې   ډير غلط ولوبوي او د ترهګري ضد جګړه   به يو تور  اړخ  ولري  ، د لويديځوالو اعتبار او د ارزښتونو سيستم به تر پوښتني لاندي راشي که دوي  په دي برخه کې عمل ونه کړ ي .

افغان دولت او نړيواله ټولنه  بايدافغان ولس ته داسۍ ملي است اتيژي جوړه کړي  چې د قربانيانود  حقوقو درنښت وساتل شي او روحي ارامه شي . د بشري ضد جنايتونو د قربانيانواو زيانمو شويو پيژندنه او هغوی ته پاملرنه يوه بيړنۍ ارتيا ده .

افغانان د نړيوالې  ټولنې او ناټو ځواکونو څخه د مرستو غوښتونکې دي ، چې ژر تر ژره د بشرۍ حقوقو  د سرغړونکو ، جګړييز،  تورنو کسانو نيوال پيل او دوی  په نړيوالې  جګړيزه محکمې کې محاکمې  ته ودرول شي . ځکه جنګې مجرمين او د ټوپکوالو په ح کومت او په خپله سيمه کې ډيرغښتلي او ځواکمن شوي دی  . د دوی  نيوال د افغان حکومت له وسه وتلي خبره ده . د دولتي واک اصلي کرښي د بشر ضد مجرمينو په لاس او واک کې دي . دوي بايد د خپلو دندو څخه ګوښه او محاکمي ته ودرول شي .  چې په دي توګه په  افغان ټولنه کې عدالت تامين شي او افغانانو ته دغه باور پيدا شی  چې له سزاوو څ خه د معافيت لړی  پای  ته رسيدلې او مجرمينو ته دا وخت نور   ورنه کړل شي چې په نورو سرغړونو ﻻس پور کړي  .

 د افغانستان د ډيرو خلکو بشرۍ حقوق  د جګړو په بهير کې  تر پښوﻻندې  شوي  . دوی  د دغو حقوقو څخه د محروميت ستر ق بانيان دي  .

لنډيز:

تر څو چې د ناټو په مشري د افغانستان اوسنۍ نا امنيو ډيريدلو ستنونزې  په بشپره توګه نه وي هوارې  شوي ،  نه افغانستان  او نه نړۍ سوله ليدلي شي .

د افغا نستان   بهرنی نړيوال سياست  د ننګونو سره مخامخ دی ، د ا فغانانو دلومړيتوبونو پر بنسبټ  بايد خاص پام وشي .

لوم ړی  . بايد چې د ګونتانامو له بد نام زندان څخه ټول افغانان خپل هيواد ته راوستل شي . دغه زندان بايد وتړل شي . همداسي د نړۍ په ګوټ ګوټ  کې  له نور زندانونو څخه افغانان په خپلو ديپلوماتيکې هڅو هيواد ته راستانه کړل شي .

دوهم  . د جګړييزو مجرمينو اسناد راټول او په جنګې جرمونو ککړ کسان محکمي ته ودرول شي . په افغانستان کې ملي نظر دا دی  چې د جګړو په بهير کې افغان ولس ته د څرګندو جنګې جنايتکارانو څو درجنه  کسان  د محاکمي تطبيقي بڼه لري .

دريم .  په ١٩٧٩ د دسامبر په مياشت کې پر افغانستان  د پخوانې شوروي اتحاد يرغليزه جګړه  او د جنګ تاوان  موضوع  دی له   اوسنۍ  روسيه سره مطرح شي ، د يرغليزې جګړې تاوان دي  وغوښتل شي . روسيه بايد د خپلو جنايتونو او بشري ضداعمالو لپاره له  افغان ولس څخه بخښنه وغواړي  .

 د ويبپاڼي يادونه : په بېنوا ويبپاڼه کي د خپروشويو ليکنو کاپي او بياخپرېدل يوازي د ويبپاڼي دادارې دموافقې ترلاسه کولو وروسته جواز لري ، دبيا خپرېدا پر وخت د بېنوا ويبپاڼي پوره نوم يادول ضروري دي !