د ذبيح الله عارف ناول ((مرجانه)) له چاپه راووت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8623
کتابونه دريابونه
دخبریدو نیټه : 2006-08-20

 مرجانه ناول دخوست ولايت د ځوان ليکوال ذبيح الله عارف لومړنی اثر دی ، چې اوس اوس په پېښور کې له چاپه راوتی .

ناول په زړه پورې رومانټيکه کيسه لري ، چې په يوې مينې راڅرخي ، دذبيح الله عارف عمر ته په کتنې سره ددې ناول ښکلا په دې کې ده چې ، ساده روانه ژبه او انځوريز نثر لري ، نوموړي مخکې له دې د خوست  ولايت په الفتح عالي ليسه کې د بيړۍ په نوم ديوالي جريده چلوله . .

کتاب ښکلي رنګه پښتۍ ،سپين کاغذ په ۱۳۰ مخونو کې راغلی .چې د چاپ چارې يې  ميهن کتاب پلورنځی تر سره کړي دي .

 د تر لاسه کيدو ځای
ميهن کتاب پلورنځی
بورډ ناصر باغ روډ لومړی کوڅه اول نمبر دوکان

ټيلفون شميرې

بشير- پېښور :  03219895621
بشير- پېښور :033392600398

کابل : 0799820749