هلمند كې بٌست، مياشتنى اخبار چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8648

دخبریدو نیټه : 2006-08-22

په هلمند ولايت كې د بست په نامه لومړنى خپلواك مياشتنى اخبار، د زمري يا اسد د ۲۸مې په وياړ چاپ شوى دى، چې د امتياز خاوند يې خپلواك فرهنګپال ځوانان دي، م سوول چلوونكى يې غلام سخي نوريوال، مرستيال يې احمدشاه پاڅون، كتونكې ډله يې: صالح محمد صالح، شريف الله دوست، عبدالستار ستورى، عبدالصمد روحاني، محمد اسمعيل شريعتيار، عبدالودود هجران او دلاور پردېس- ده.  

په خپرونه كې فرهنګي، ادبي، هنري او ټولنيز مضامين راغلي، په كې د هلمند ولايت كورنيو بېځايه شويو او كډوالو ستونزو ته هم اشاره شوې ده، چې په دې وروستيو كې د خپرونې په حواله له ګڼو جدي ستونزو سره مخ دي.

د ارواپوهنې، اسلامپوهنې، مديريت يا ادارې او ټولنپوهنې په اړه هم په كې ليكنې راغلي دي. دا لومړنى خپلواك اخبار دى چې په هلمند غوندې ناامنه ولايت كې خپرېږي. لكه څنګه چې په سرليكنه ورته اشاره شوې ده، دا خپرونه د څو فرهنګپالو په مالي لګښت سره خپرېږي، چې په كوم سياسي ګوند يا ډلې پورې تړاو نه لري. په خپرونه كې ويل شوي چې هڅه به كوي په دغه ولايت كې روانو تاوتريخوالو ته د پاى ټكى كښېږدي او نورو امنيتي ستونزو ته به د حل معقوله لار ومومي.

د برېښناليك پته يې ده:

Bust_journal@yahoo.com

د ګرځنده ټليفونونو شمېرې:

0799670303/ 0799850553/ 0799109292