کویټ مېشتو افغانانو ته د یو شانداري غونډي بلنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8655

دخبریدو نیټه : 2006-08-22


 په كويت كي ميشت افغانان په نظر كښى لري چى د أفغانستا ن د استقلال د 87 كليزى به مناسبت د كويټ د جليب الشيوخ به بڼ كښي د روان ميلادي كال د اكست د مياشتى په 25 نيټه يوه شانداره غونډه جوړه كړي . په كويت كښى درنو هيوادوالو ته په دغه غونډه كښي دګډون بلنه وركول كيږي.هيله ده چى ګران هيوادوال به په خپل ګډون دغى تاريخي غونډي ته ښكلا اوځلا و بخښي.
 دا غونده د ټولو افغانانو ده دا د كوم تنظيم يا كوم مشخص ګروپ لخوا نه ده. هر افغان د افغانستان دى او خپلواكى د ټولو افغانانو ده. وطن د افغانانو دى، افتخار د افغانانو دى, كور د افغانانو دى. .
 تل دى وي د افغانستان استقلال , سر لوړي دى وي د افغانستان غيور او ننګيالى ولس.


 به كويت كښى ميشت افغانان