شپه له نيمي اوښتې . . . يو بل پښتو ناول چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8683
بي بي سيده عا ف
دخبریدو نیټه : 2006-08-23

دبي بي سيده عارف ناول (( شپه له نيمي اوښتې . . .)) چاپ شو
نوموړی ناول د خوست ولايت د ځواني ليکوالي بي بي سيده عارف لومړنی اثر دی .
پرکتاب سريزه ښاغلي استادمحمد اصف صميم  ليکلې ده ،چې دده په اند ((ددې ناول پر هنري ښکلا سربيره يوه ځانګړنه دا هم ده ، چې ليکوالي په ډېر کم منګ کې ددغسې يوې سپېڅلې ولولې او برلاسې هنري ژبې په زور د يوه داسې درانه پېټي وړو ته د همت مټې رانغښتې ، چې له کتاب ، لوست او قلم سره ددې د لېونۍ مينې اندازه ترې له ورايه لږيدای شي))
دناول کيسه ت اژيدي پيښې انځوروي ،د يادولو وړ ده چې ،بي بي سيده عارف لومړنۍ پېغله ده چې په اوولس کلنۍ کې يې ناول ليک ی.
کمپوز او ډيزاين يې ذبيح الله عارف کړی .
د چاپ چارې يې په پېښور کې د ميهن کتاب پلورنځی لخوا ترسره شوي ، چې په سپين کاغذ ، رنګه پښتۍ او په ښه صحافت  چاپ شوی .
د تر لاسه کيدو ځای
ميهن کتاب پلورنځی
بو ډ ناصر باغ روډ لومړی کوڅه اول نمبر دوکان

ټيليفون شميرې
پېښور :03219895621
پېښور :033392600398
کابل : 0799820749