د کنترول برخه(Control Unit)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8785
ژباړن:ب.بهیر وردګ
دخبریدو نیټه : 2006-08-30

 

د CPUدا برخه د کمپيوټر د سيستم د کار ډول د اليکت يکي سګنالونو په واسطه کنترول او اداره کوي.د هغه دنده د انسان په بدن کې ددماغ دندې ته ورته ده.دا برخه لاندې دندې سرته رسوي:
۱ :ددستورونو سرته رسول
۲ :د ورودي معلو ماتو کنترول او لارښوونه
۳ :د چارو لپاره د منطقي او حسابي برخې خبرول
۴ :په لنډ مهاله او اوږد مهاله ساتنځي کې د معلوماتو د ساتلو اداره کو
 ۵:د پايلو د ښودلو لپاره د خروجي وسايلو چمتو کول
ددې برخې کړنه په لاندې ډول ده:
۱:دا برخه(د کنترول برخه)له ورودي وسيلې څخه دستور نيسي.
۲:له هغې وروسته يوه راجستر ته چې ددستور د راجستر په نامه ياديږي د تح يل لپاره ليږل کېږي.دستور د Data د پتې او دهغه عمليې د کوډ لرونکی وي کوم چې په Data بايد سرته ورسول شي.
۳:له دې و وسته هر کوډ د ټاکلو چارو د سرته رسولو لپاره د حساب او منطق برخې ته  ليږل کېږي.
۴:د پايلې د چمتو او د پام عمليې له سرته رسولو وروسته هماغه پايله د پايلو دښودلو وسايلو ته ليږي.
د کنترول برخه د لاندې دوو فرعي برخو څخه جوړه شوې ده:
د Prefetch برخه:


دا برخه مع ومات له ساتنځي څخه د BUSپه مرسته اخلي.
د Decode برخه:


دا برخه هغه معلومات او دستورونه چې له ساتنځي څخه د Prefetch برخې پواسطه لوستل شوي هغه په يوه داسې بڼه بدلوي چې د حساب او منطق برخه و کولای شي په هغه نور عمليات سرته ورسوي.