د سلام فرهنګي ټولني اعتراض
يک
د افغانستان ، پاکستان او ائتلافي ځواکونو له لوري د جوړ شوې کميسون په نوم د هغې پريکړي خبر درسنيو له
وري اورېدل کيږي ، چي د افغانستان او پاکستان پر پولو به اغزن سيم وغزول شي . تر هرڅه وړاندي ز موږ په باور د
افغانستان او افغانانو پر زړه د پاکستان په ګټه د اغزن سيم غزو ل د قصاب هغه چاړه ده چي د افغانستان او افغانانو
دخپلواک اوپتمن ژوند لپاره دپای ټکئ ايښودلای شي .
خو داپوښتنه لا پر ځای پاته ده چي د دې چړې د کارولو واکمن
څوک او د دې پريکړي تر شا به کومه ونډه او ويش منل شوئ او يا تپل شوئ وي ؟او د دې تر څنګ دا بنسټيزي پوښتني :
ومړۍ : بهرني ځواکونه افغانستان ته د مرستي لپاره راغلي او که په ګاونډيانو د افغانستان او افغاني خاوري د پلو
لو لپاره ؟
دوهم : که دتروريزم مخه په اغزن سيم نيول کيدای شي ، غني او پر مختللي هېوادونه کولای شي د خپلو
سرحدي کرښو څخه دا ډول اغزن سيم تاو راتاو کړي ، په هغه صورت کي د تروريزم پر ضد نړېواله مبارزه د هېوادونو د
اشغال او نېواک ما نا نه لري ؟
دريم : که پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم غزول د سرحدونو د نښانې اورسمي تثبيت
پاره وي ، او د افغان اولس د توافق پرته د ياد شوي کمېسون دا پريکړه پلي شي ، په هغه صورت کي به دا پريکړه رښتني
حقوقي او سياسي ارزښت ولري ؟
زموږ په باورد ډيو رنډ پر کرښه د اغزن سيم غزول د ستونزو د حل لار نه ده ، دا
ول اغزن سيمان نه د تروريزم مخه نيولای شي او نه د هېوادونو تر منځ پروت تاريخي کړ کيچ حل کولای شي .
افغان اولس ته په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
02.09.06
اسن ، هلند