نوې تکنالوژي ،دڅوزره ګیګا هرتزی (GHz) پراسسرونو تولید شونی کوي!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8856
ب.بهیر وردګ
دخبریدو نیټه : 2006-09-02

د روچستر  پوهنتون څیړونکو دکمپیوټري نوو پراسسرونو(Processors) په جوړولو لاس موندلی دی  چې کولای شي له ۳ زره ګیګا ه تزه یا ۳ تراهرتزه محاسباتي سرعت سره برابر د ډيرو چټکو ټوټو (Chips) تولید شونی کړي.
د دې پوهنتون دکمپیوټري انجینرۍ پروفیسور مارک فلدمن اعلان کړی چې د بلستیک دیفلکشن ترانزیستور (BDT) په نامه نوې تکنالوژي کولای شي چې د فزیکي محدودیت له امله د ترانزیستورنو(Transistors) دکوچني کیدو د بهیر له ودریدو څخه مانع شي ځکه له دې تکنالوژۍ س ه تولید شوي ترانزیستورونه په اوسنیو پراسسرونو کی د ګټی وړ ترانزیستورونو برخلاف،د خاذني ظرفیت د لایې نه رونکي دي.
په اوسنیو ترانزیستورونو کې ددې برخې شتون دهغوی د ډیر کوچنی کولو یو له مهمو خنډونو څخه دي .
د دې پوهنتون دڅیړونکو په مټ په نوې تکنالوژۍ کې د (۲ ډي ګاز الکترون) په نامه له نیمه هادي موادو څخه جوړې یوې لایې څ خه ګټه اخیستل شوې ده چې د ترانزیستورونو په دننه کی د الکترونونو لیږد آسانه کوي
که څه هم د بي ډي ټي (BDT) تکنالوژۍ پر بنسټ د دې ډول پراسسرونو د تولید خبره اوس یواځې په  نظري ډول مطرح شوې ده او دعمل پړاو ته نه ده اوتې.
د دې تکنالوژۍ ځیني کارپوهان راتلونکی پړاو د ټوټو (Chips) جوړول ښیي.
د یادونې وړ ده چی دامریکا د علومو ملي بنیاد د بي ډي ټي (BDT) ټوټو د لمړنیو بیلګو د جوړولو لپاره همدا اوس ۱.۱ ملیون ډالره د روچستر پوهنتون په واک کې ورکړي دي.