بازار ته به له هارډ ډیسک (Hard disk) پرته لپ ټاپونه (Laptops) راځي!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8862
ب.بهیر وردګ
دخبریدو نیټه : 2006-09-03

 

په راتلونکې اونۍ کې به د سوني (Sony) شرکت خپل هغه لپ ټاپ (Laptop) کمپیوټرونه چې په هغه کې د کلک ډیسک (Hard Disk)  په ځای د فلش حافظې ځای په ځای شوې ،بازار ته وړاندي کړي.
له څه مودې را پدیخوا کارپوهانو دفلش له حافظې سره د هارډډیسکونو د ځای نیوونې په هکله وړاندویینه کړې وه.
له هارډډیسکونو سره په پرتله د فلش حافظه سپکه ،بی غږه،چټک او کم لګښته ده او د خوځنده ټوټو د نه لرلو له امله د هغوی د ژوبلیدو احتمال ډیر کم دی.
که څه هم له هارډډیسک سره په پرتله، د فلش د حافظی د هر ډول بیه لوړه معلومیږي خو بیا هم د دې حافظې د بیې دکموالي بهیر په داسې ډول دی چې د سوني په ډول دځاني کمپیوټرونو (Personal PC) ځیني تولیدوونکي د فلش له حافظې سره د هارډډیسکونو بدلون پیل کړی دی.
په پخوانیو ولونو کې د Vaio UX90 په نامه د سوني  (Sony)نوی لپ ټاپ د ۳۰ ګیګابایټي (GB) هارډډیسک په ځای د ۱۶ ګیګابايټي فلش حافظې لرونکی دی او له دې سره سم د هارډډیسک لرونکي لپ ټاپ په پرتله یې بیه د ۳۴۰ ډالرو په شاوخوا کې زیاته ده او بیه یې ۱۸۰۰ ډالره اعلان شوې ده.