پروفيسر کابلي والا - هندوستان
امريكا :
خندنۍ موسكا ، خونړۍ
امسا؟
پرله پسې لړۍ :
لمړۍ برخه ، دوهمه برخه ، درېيمه برخه ، څلورمه ب خه ، پنځمه برخه ، شپږ مه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ،
خزاني دهندوستان د راخورې دي سره مهران دې ننوزې په كوهسار
نوميالی خوشال خټک
بوشي تګلاره دانسانيت
بربادي ...
آزاد ، خپلواك اوناپييلي افغانستان ...
داوسني درغل بهيرپاى ته رسيد
...
دلږكيوله پاره چې تراوسه يې ټول امتيارونه
...
كه زه نه وايم داخواره ګوډه پښه مې يې وايي ،كه زما نه اورئ ددغه ملت
اودغو شازلميو خو واورئ چې هره ورځ له هيرمنده تر اسماره پورې په خپله خوښه دقربانۍ ډګرته وردانګي ، په وږي نس
اولوڅ لغړ بدن له ماڅخه، له تاڅخه ، زما له موره ، ستا له موره ننګه كوي دهغوى خو واورئ ، دغه قربانۍ چې ټوله
سوله خوښونكې نړۍ يې دخپلو تلويزيونو پرمخ هرشپه ګوري اوپه ځوانيويې افسوس كوي اوښكې ورته تويوي دڅه له پاره دي
؟ موږ ولې هغوى نه ګورو اوولې دهغوى نه اورو
...هودهغوى چې ترزروزيات يوازې دبرات په درنه مياشت كې (وږى ۸۵) په پنجوايي اوهيلمند كې ديرغلګرو پوځونو له خوا
عام قتل شول ...
اوس اوس يوځل بيا دكرزي دبادوزرې ادارې اودهغې د ولي نعمت خونړۍ امريكا ترمنځ
دتوپيرونوډمامې هرې خواته په غږيدودي ، واشنګتن پوست اونيويارك ټايمز خو داڅووم ځل دى چې چغې وهي اووايي چې دك
زي اداره اودغه لاسپوڅى رژيم نور په دغه هيواد كې نه دځان دټينګيدو دى اونه هم ديرغلګروپوځيانودخوندې كيدو
،دغه خپرونې په عين حال كې دهمدغې جنايتكارې امريكا يي ادارې دمعتبروسرچينو په حواله داسې څه هم يوې اوبلي
خواته خوروي چې دهغو له مخې ښكاري چې دوى بايد دافغاني مقاومت وسله والو اوبې وسلوس
ښندونكوته په ګونډوشي او هغه څه چې تراوسه دوى دهغو په وړاندې ترسره كړي هغه دخپلې نه جيرانيدنكې جفا په توګه
ومني . په دې وروستيو وختو كې دشمالي امريكا په يوه ښوونځي كې د وتلوزده كوونكودستاينې په
وياړ يوه غونده جوړه شوې وه . په دغه غونډه كې افغاني
زده كوونكو هم گډون كړى و، يوه افغانه (پښتنه ) نجلۍ چې په خپل ښوونځي كې يې ښې نومرې درلودې اودستايل شويوزده
كوونكوپه لست كې راغلې وه دستيج سرته راوبلل شوه دغې پښتنې نجلۍ ځان دغې پراخي غونډې ته
داسې وروپيژاند :
(( زما نوم وږمه دى ، دوه كاله كيږي چې له خپل هيواده له امريكايې يرغل
سره سم دلته راغلې يم ، نه غواړم دخپل هيواد نوم واخلم ،
په دې چې زمازياتره ټولګي وال ماته وايي چې له كوم هيواده ته راغلې يي هغه خو اوس امريكا نيولى دى اوهرڅه يې
اوس مستربوش اداره كوي ، ته نوپرهغه څه وياړې ... له همدې امله داچې زما دمورنۍ هيواد
خپلواكۍ امريكاغصبه كړې ، نو ځكه وايم چې زه دطالبانو دهيواد يم ، هو دطالبانو ... اوس تاسې پوهيږئ چې زه دكوم سر
وړي هيواد يم ؟ په تالاركې شوراوغوغا جوړه شوه له هرې خوا چغې شوې يوآرفرام افغانستان
.... يوآر فرام افغانستان ... )) .
له دغې جالبې خاطرې اوخبر څخه يادونه له دې امله په دغه
غونډه كې دپاملرنه شوه ، چې د ټولو حاضرينواخيستنه له طالبي واكمني څخه ديوې خپلواكۍ واكمنۍ په توګه وه . مطلب
مې دادى چې اوس په لويديزكې طالب(هغه افغاني ځوانان چې يوازې دخداى اوهيواد مينه پالي ، نه دتروريزم اوسړي وژنې )
هغه ببونه دى لكه چې درى څلوركاله دمخه و اوهرچا فكركاوه چې ددنيابدمرغۍ ټولې ګواكي
ه طالب سره دي ، نه ، اوس خلك پوهيږي چې دطالبانوحكومت تراوسني مزدور حكومت هم خپلواك اوهم دددغه هيواد دخ
كوله پاره دمنلووړو. په دې چې دوى په رښتياهم دخپل هيواد خپلواكي اوپرتم دخپلې واكمنې ترپايه پورې په ښه توګه
وساته چې اوس هم لا په هماغه هوډ ولاړدي او دافغانانو له خوا په درنښت ورته كتل كيږي ، دوى لكه اوسنۍ بې هويته
او لوڅه پوڅه واكمني له داسې ملي ګواښ سره نه مخامخ وو اونه هم دخلكو پرې لوريده. همداده چې دنړۍ دسياسي څ
يړونكو په نطرتراوسني كابل _واشنګتن ادارې هم ملي اوهم خپلواك وو او اوس هم ديوه ملي ځواك اوژمن غورځنګ په
توګه تردغې شيبې پورې دپاملرني وړدي .
كه له تبليغاتو څخه په يوه خوا شودم ګړۍ په لويديزكې عامه ذهينيت همدادى چې يوه واحد اوباثباته افغانستان په رښتني توګه خپله خپ
واكي پرافغانستان باندې دامريكا له يرغله وروسته له لاسه وركړه ، كوم ځواكونه چې
دغه هيواد ته دتش په نامه سولې په پلمه راغلل ، دوى هم په دغه هيواد كې ددغه هيواد م
ومن ولس وژني ، همداده چې ددغو وژنو ځواب په وژنو باندي ويل كيږي ، داخو يوازې دبوش اوبلير ليونتوب وچې په ز
ګونو بيګناه امريكايان اوانګريزان يي په عراق اوافغانستان كې په وينوولړل ، داددوى ناپوهي اوناداني ده چې آ
ام اوسوكاله افغانستان يې دځان له پاره دويم ويتنام كړ، همدا دوى دي چې اوس ټول ختيز ولسونه په امريكايي
اوانګريزپسې سرخوږي ګرزي چې دخپل انتقام په لمبوكې يې خاورې ايرې كړي ، په هند كې امريكايان نه شي ګرزيداى ، په
پاكستان كې همداسې ، په اندينزيا اوماليزيا كې هم داشان په منځني ختيزكې خو يوامريكايي په زرو وسله والو باندې
ساتل كيږي ، ان تردې چې په ملګروملتو باندې چې دامريكاله قوماندې پرته نورټول انساني واكونو تر تللي دي هم ټول
شكمن شوي دي اوهرهغه څه چې ددوى له خولې راوځي هغه هم دنه منلو وړ ورته ښكاري چې ترډيره حده رښتياهم ده.
خبره داده چې ددوى داسې حال دى نوآيادهغوچې دوى دلته راوستي
اودزرګونو پوځيانو ترچترلاندې يې ساتي دهغوى خوبه خود داسې حال كيږي چې خلك به دانسان په سترګو نه ورته ګوري
اونه به يې دواكمنۍ خيال ساتي ، لكه چې دافغانستان حالات همدا اوس په همدغه كرښه بآندې ولاړدي . نوميالي خوشال
خټك چې يومهال مغلو په افغانستان باندې كټ مټ حالت را وستى و اوكابل صوبه يې په سرو زرو ساتله په خپل اوچت خيال سره ووې :
خزاني دهندوستان د راخورې دي سره مهران دې ننوزې په كوهسار
امريكايان
اوس په همدغه پوله دريدلي دي ، اوس دكابل رژيم په ډالروساتي ، دوى فكركوي چې په دغه
كارسره به دكابل دلاسپوڅي رژيم وړتيا دخلكو ترزړونو پورې ورسوي ، په داسې حال كې چې ددغه وطن تاريخ اوددغو خ
كوتجربوهرڅه زموږ اونړۍ په مخ كې ايښې دي. داسې چې كه دغه هيواد په جاسوسانو اواجيروواكمنانانو باندې را ټو
يداى نوتردغودمخه دلته يوشميرنورتردوى په هرڅه برابر راغلل اوولاړل خوچانه ومنل اونه ددرناوي وړشول ...
په كابل كې
ناست چارواكي دخپلو ځانګړنوله مخې سړى كولاى شي په دوو ډلو وويشي ، يوه ډله هغوى چې په نيغه له خارجيانو
اودهغو له استخباراتي شبكوڅخه قوماندې ترلاسه كوي اوځان لومړۍ درجه مسوولين بولي ، دويمه درجه هغوى دي چې
ددويم لاس په اشاره كاركوي ، هغوى سره له دې چې ځانونه واكمن بولي دهيڅ شي واك نه لري
اويوازې هغه څه عملي كوي چې دهغوله مخې تنخوا اخلي دوى په دغه ټكي خوشاله دي چې ګوړه ګوړه يادوي اوخوله ښه خوږه
ده ... په دوى كې يوشميرهغه ماهرغله اوهيوادپلورنكي دي چې
په تيروديرشوكالوكې يې پرديوته په جاسوسيوكې اوټيټالوكې هيواد اوخلك خو لاڅه كوى چې ځاني درناوى اوهغه ټول څه
چې دعزت په نامه سره ياديږي له لاسه وركړي دي. ماناداچې دوى دومره معامله ګرشوي دي .چې له خپل ځان اوګټوپرته دبل
څه په باره كې نه فكركوي اونه هم له دغې دايرې دباندې راوتلاى شي .ښاغلى كرزى ، دشوراى نظار بډې خواره اويوشمي
هغه بې مسلكه اواعزازي ( تكنوكراتان ) چې نه يې خلك منې اونه ددې توان او وړتيالري چې دخلكو منځ ته دځان ورسوي هم
په دغه ډله كې راځي . له دوى كه پوښتنه وكړې چې هيواد پرديونيولى ، نوځواب يې دادى چې
وايي موږ چيرې خپل يو اوياموڅوك په خپلوكې شميرې ... كه ورته ووايي چې داافغانستان دى ،
دايوتاريخي اوجغرافيايي حقيقت دى ، نوبيايې ځواب دادى چې داخبرې اوس دبوشي دموكراسئ ترچترلاندې كومه مانا نه
ري.دوى په همدغه غوړمالي مقامونه ترلاسه كوي اوداپه دې ماناهم ده چې دوى په
افغانستان كې دملي غرور اوملي شته والى جرړې په پردي پالې ارادې سره په تدريجي توګه راوباسي اوغواړې په دغې بې ش
مئ دخلكو په مقدساتواودودونو باندې دوركې اونا ارزئ كرښه راوباسي.همداده چې يوشميراوس دښاغلي كرزې تر بادې
وزرونو لاندې شوي اوهغه يې په دې باټ راوستى چې ګواكي موږ ستا سپاهيان (دپيښوريانو په
وينا ...)يو، له تاسره يو، مخكې ځه اوغم مه كوه غم ...
هو، ددغودوو ډلوشته والى په افغانستان كې
ددې لامل شوى چې هرڅه يې مخ په ورانيدو دى ،امريكايان اونوروبربنډپلوو ځواكونوپه افغانستان كې داسې يوسوراوربل
كړى ، چې نوې يې لمبې اوس تردوى(امريكا اونورو) پورې ور رسيږ
ي ، په دغوهيوادوكي دعامه خلكو غوغا پورته شوې اوداپوښتنې كوي چې دوى په افغانستان كې دهغه څه پرضد ګام
اوچتوي هغه چې دوى له دغه هيوادسره ژمنه كړې وه ، تيره اوونۍ
دكاناډا ملي ديموكراتيك ګوند ددغه هيواد ملت ته په خپل دريځ كې داپه ډاګه كړه چې موږ له افغانستان څخه دخپلو
پوځونودراوتلو كلك غوښتونكي يو ، په دې چې زموږ اوسنۍ حكومت په افغانستان كې بوشي ډو
ه خونړۍ تګلاره تر لاس لاندې نيولې اوپرهغې باندې روان دى كانادا پرهغه څه باندې عمل ونه كړ هغه چې موږله دغه
هيواد سره ژمنه كړې وه . موږ ژمنه كړې وه چې ددغه هيواد په بياجوړونه كې به برخه اخلو، خواوس نه يوازې داچې
بياجوړونه ونه شوه ، بوشي ډول تګلارې موږ په لوى لاس يوې فعالې وسله والې جګړې ته وروړاندې كړو، په څووروستيوم
ياشتوكې چې كوم ځاني زيانونه كاناډا يې سرتيرو په افغانستان كې وزغمل هغه په څو نژدې
سيزو كې ددغه هيواد دپوځونو له پاره دبوشى ناسمې تګلارې له بركته بې ساري وو...
په كاناډاكې دهمدغو احساساتودغلي كولو اوپټه خوله كيدوپه خاطر به ښاغلى كرزى
دامريكا دسفرپه پاى كې دغه هيوادته هم ورشي ، له هغه وروسته به څرګنده شي چې دى به دكاناډايانوددغو پارنده اح
ساساتوباندې اوبه واچوي اوتيل ...
داډول ذهينت اوس يوازې په كاناډاكې دپياوړتياپه حال
كې نه دى بلكي په زياترو اروپايي هيوادوهم دعامه غوښتنوپوله دغه سرحد ته رسيدلې چې
بايددولتونه يې په افغانستان كې خپله خونړۍ تګلاره له بوشي هغې څخه بيله كړي اوياهم بايد خپل پوځونه له دغه
هيواده راوباسي .
بوشي خونړۍ تګلاره دامريكا اونړۍ له پاره
دزهرو يوګوټ و، چې اوس يې ددغه بدغوني انسان له لاسه په خپله ټوله زهروزمي سره ترستوني تيروي ، تاسې په ټوله
نړۍ ان په خپله دده په خپل هيواد امريكاكي داسې څوك چې دده دموخوسره دې يورنګي وښئ نه شئ ليداى ، يوازې دنړۍ په
سرچې چيرې ګواګي ، لاسپوڅي اوله انساني پلوه رټل شوى انسان دى هغه دنړى له پاره بوشي خونړۍ تګلاره تاييدوى او
ه هغې سره خپله همكاري ښئ ... هغه تګلاره چې دهغې زور يوازې ددغوهيواد له ځوانو سرتيروڅخه چې هيڅ ډول انساني
وياړهم نه ترلاسه كوي خيژي ...
دافغانستان خلك چې نن ديوه څرګند مقاومت ډګرته راوت
ي دهغو لامل هم په نړۍ كې دبوشي ظالمانه تګلارې پاى ته رسول اوپه دغه هيوادكې ددغه هيواد دبچيانوديوه خپلواك
اوملي دولت رامنځ ته كول دي . داسې دولت چې افغانستان په ځان ډاډمن كړي اوداولس په دې باورې شي ، چې ددوى دخپل
هيواد برخليك ددوى په خپل لاس كې دى .اوس اوس دافغانانو له پاره ترټولو خواشينونكى خبره داده چې دوى دخپلې رات
ونكې په لور په ډاډمن نظرسره نه شي كتلاى ، دوى اوس په دې پوه شوې چې خونړۍ امريكا دډالروكاروانونه په دغه لور
ديوشميردخوشالولو له پاره ور روان كړي ، خو مخكې تردې چې دهغو ډالروبنډلونه په افغانستان كې څيرې شي بيرته دام
يكا اولويديزبانكونوته رسيږي ، ملت اوس په دغه رمز باندې پوه شوې چې كرزى اودده ياران اوس په افغانستان كې دچا
له پاره دڅه په خاطر په كارلګيادي ؟
ښايي يوڅوك داپوښتنه هم طرحه كړي چې كه دغه ډله هم له
منځه لاړه شي ، بيابه هغه تورغوبل په دغه هيواد كې يوځل بياپيل شي لكه چې دنويمو كالونو په پيل كې و، ددې خبرې له
پاره ځواب ښايي دم ګړۍ څوك په ګوته نه شي كړاى ، خودومره سړى ويلاى شي ، چې دغو يرغلګراوافغان وژونكو پوځونو خپ
رسالت اوهغه نړيوال رسالت چې دوى دهغه له پاره راغلي وو ولې ترسره نه كړ ؟ ، په دغه ترڅ كې هرڅوك چې دافغانستان له پاره دخدمت ذمه ووهي ، هغه په ډيراسانۍ سره كو
اى شي په دغه هيواد كې ديوه ملي اوخپلواك حكومت له پاره بنسټونه رامنځ ته كړي ،چې له بدمرغه دوى داكار ونه كړ ،
وګورئ همدغه افغانستان اوس په اسياكې داسې يوهيواد دى چې له شپږو هيوادو سره چې زيات
ه يې په سوادګرۍ لحاط نړيوال اهميت لري اوهمداسې دطبيعي زيرمو دلرلو له مخې دنړۍ دپاملرنې وړ شوي پوله لري ، كه
چيرې افغانستان په دغه اوسنۍ موقعيت كې په دې وتوانيږي چې ځان په خپلواك دريځ كې وساتي اوحكومت يې لاسپوڅى نه وي ،
افغانان په پوره باورسره كولاى شي چې په دغه ترڅ كې خپلې ټولې اوسنۍ شونتياوې په سالمه
توګه وكاروي اوله هغو څخه دخپلو خلكو په ګټو پرته له دې چې دامريكا اونورو خيرات خواره يې وروزي په خورا ماه
انه توګه كاراخستاى شي ، هند وګورئ ، چې دخپل ملي سياست په لرلوسره اوس په اسياكې ديوه پوره اوخپلواك دريځ
خاوند هيواد دى ، ددې هيواد خلك دخپلي اقتصادي وړتيا اوپرمختګ يوراز دابولي چې ددغه هيواد موقعيت په جنوبي
سياكې ددې سبب شوى چې بايد زياتره پانګوال اوپانګې اچونې دې په دغه سيمه كې ددوى ترڅارنې لاندې ترسره شي . په يوڅه
توپيرسره افغانستان اوس په مركزي آسياكې په همدااسې يوه دريځ كې واقع شوى ، كه چيرې په
دغه هيواد كې په رښتياهم ددغه هيواد په ملي ، تاريخي اواسلامي ارزښتونوولاړخپلواك نظام رامنځ ته شي اونوريې دپوځې مرستو پرځاى اقتصادي م
اتړوكړي په دې كې شك نشته چې دكرزي ترمودې په لږه موده كې به دغه هيواد خپله اقتصادي
اوملي وړتيا په دغه سيمه كي ترلاسه كړي . دافغانستان خلك اوس دهيواد په جنوب كې له همدې امله وسله وال مقاومت
كوي ، په دې چې ددغه ملت اكثريت هغوى چې ددغه هيواد دبرخليك كلي ددوى په لاس كې ده بهرنيانوپه تيره بيا ام
يكايانوپه خپل لومړي ناپاك چلن كې له يوه نړيوال ګواښ سره مخامخ كړل. نوروهغوى چې ځانونه يې ددغه هيواداړوند
ميرل اويايې شميري په دغه اوهغه نامه دملي ګټو په ډګركې پټه خوله شول اويايې يوشميرپلورل شويو مخكښو په
پيسووپلورل اودملي برخليك په وړاندې يې پټه خوله كړل ، همداده چې اوس ددغه هيواد لږكي قومونه ددې جوګه هم نه دي
چې دمسعود ، ګلم جم اومزاري په شان منلي اونامنلي څوك يې دملي مقاومت ډګرته لارښونه كړي . دوى ته دملت مشوره
داده چې نور له دغه ناوړه حالت څخه ځان راوباسي دلږكيوله پاره چې تراوسه يې ټول ام
تيارونه په ټيټوسترګووخوړل نورپټه خوله پاتې كيدل نه ښايي ، په دې چې دوى هم په
افغانستان كې ژوند كوي دوى هم بايد دملت هغوملي پوښتنوته ځواب ووايې چې په تيروپنځوكالوكې يې په ځان ساتې توګه خوله پرې پټه نيولې وه.