د ډاکټر حاجي محمد سلطانزي د ناڅاپي مړينې له امله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8933
دافغانستان د کلتوري ودي ټولنه
دخبریدو نیټه : 2006-09-05

د افغانستان د ک توري ودې ټولنې پيغام

د افغانستان د يو خواخوږي ډاکټر او د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې  د غړي اکټر حاجي محمد سلطانزي له مړينې څخه په خواشينۍ سره خبر شولو .  انا لله وانا اليه راجعون
ډاکټر سلطانزی ځدراڼ د ګران افغانستان  يوه علمي او معنوي پانګه وه چې له بده مرغه په پردېسۍ کې يې په ناڅاپي توګه د زړه د درېدو له امله په 59  کلنۍ کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې .
ارواښاد ډاکټر حاجي محمد سلطانزی د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له مخلصو غړو او ملاتړو څخه و . تل يې د ټولنې له بېلابېلو علمي هلو ځلو سره مرستې کړي او په مالي ملاتړ او م رسته يې يو شمېر مهم اثار چاپ شوي دي .
موږ په داسې حال کې چې د هغه په مړينه د ژور خپګان څرګندونه کوو ، د هغه زوی ډاکټر صالح سلطانزي ، د هغه عالمو ورونو پوهنوال ډاکټر نظر محمد سلطانزي او فارمسيست ښاغلي  فضل محمد س طانزي ته چې دوي ټول هم د ټولنې غړي دي ، د زړه د صبر دعاګانې کوو  . الله تعالی دې يې فردوس جنت په برخه کړي .
په درناوي

د ټولنې د مشرتابه جرګه
جرمني ،  د کولن ښار
د 2006  د سيپتمبر پنځمه