په افغانستان كي د ناټو پوځي مشر ډګر جنرال
يويډ ريچارډز د بي بي سي راډيو له پښتو څانګي سره په يوه مركه كي ويلي چي دى دا نه مني چي طالبان پياوړي شوي
دي.
دا په داسي حال كي ده چي د ناټو غړي هيوادونه په وارسا كي افغانستان ته د نورو سرتيرو پر لېږلو سلا مشورې
كوي، خو جنرال ډيويډ ريچارډز ادعا كوي چي طالبان مات شوي دي.
دى وايي:
((زه اصلاً دا خبره نه منم چي موږ له
ستونزو سره مخ يو، موږ د خپل ماموريت په پيل كي يو چي شپږ اونۍ وړاندي مو پيل كړى دى، زه د ښو سرتيرو په څېر پر
نډ مهالو ستونزو نه زړه ماتى كېږم، موږ امنيت ټينګوو.))
نوموړى په دې اند دى چي افغانستان ته د نورو سرتيرو
اتګ به پر طالبانو د حملې لپار دوى ته نوره موقع هم برابره كړي.
دى كه څه هم له طالبانو سره د هري نښتي پايله
په خپله ګټه ګڼي، خو چي له ده څخه پوښتنه شوې چي طالبان لا ولي دومره فعال دي، نوموړي يې علت دا وښود چي ناټو س
تيري غيرله پنجوايي څخه تر اوسه په بل ځاى كي په طالبانو پسي نه دي ور وتلي.