حکيم تڼيوال په پېښور کې د افغانستان دازادو ليکوالودمسولينو له ډلې څخه
وو.او د افغانستان پر سياسي او ټولنيزو مسايلويې گڼ شمير مقالې ليکلي وې .مرحوم تڼيوال
يو عمــــرپه بهر کښي دهېــــواد دسوکـــــــالۍ ، آبادۍ ، پرمختګ او رښتيانۍ خپلواکۍ په لار کې نه ستړې
کېدونکي هـلې ځــلې کړېدي . دجلاوطنۍ پر مهال يې دافغانستان دپوهنتونونوداستادانود ټولنې ،او افغانستان دآزاد
دليکوالو ټولنې په جوړېدو کې مهــمه ونډه درلوده .مرحوم تڼيوال دشوروي پوځ تر بېرته
ستنېدو وروسته پــــه افغانستان کې دسولې ، ملي واکمنۍ او دموکراسۍ دټينګښت لپاره ډي
ي هلې ځلې ترسره کړې .
د هيوادد دښمنانو په لاس د داسې علمي شخصيت وژل موږ له بهر نه دافغان ولس دښېرازۍ ، هوسا ينې او پر مختگ پر خلاف
د يوې اوږدې توطيې دپروسې دپلي کولويوه برخه بولو، چې د افغانستان په بېلا بيلو سيمو او
ولاياتو کې د هيواد دعلمي ،اجتماعي او اقتصادي پرمختګ د دښمنانو له لورې په اګاهانه
توګه تر سره کېږې .
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني مشرتابه په
داسې حال کې چې ځانونه د استاد تڼيوال دکورنۍ دټولو غړو، دهغه ددوستانواو علاقمندانو سره په غم کښي شريک بولي، په هيوادکښي ديو روڼ اندې چارواکي وژنې په کلکه غندلوسره ،دولتي جگپوړي چارواکي پدې مکلف بولي چې ژر تر ژره دهغو څخه چې دداډول ترهگرو په روزنه اوپالنه کښې برلاسي دي ، دهغوي دنيولو او افغانې چارواکو ته دسپارلو غوښتنه وکړي . موږ يو ځل بيا د
افغان ولس په وړاندې دغه شان کرغېړنو اوحشيانه جنايتونو په غندلوسره داستاد حکيم تڼيوال روح ته په دوعا کولو سره دلوي څښتن له دربار نه هغه ته فردوس جنت غواړو، دکو
نۍټولو غړو او علاقمندانوو ته يې د زغم اولوي صبر هيله کوو.
ددوستۍ دفرهنگي ټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور