دخوست دژورنالیستانو د ټولني د خواخوږۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9090

دخبریدو نیټه : 2006-09-12

دخداى بښلي استادالحاج حكيم تڼيوال دشهادت په مناسبت دخوست ولايت دژورنالستانودخپلواكې ټولنې لخوادخواخوږۍ پيغام !
 ګرانه خداى بښليه تڼيوال صاحب !
 دخوست ولايت ژورنالستان ستاسوپه مړينه دزړه وينې څڅوي،خوداچې دانسانيت ،دخپل اولس دننګ اوح يادخوندي ساتلو،دامن دټينګښت ،ددولتي حاكميت دستنودكلكوالي اوددموكراسۍ دعامتيااو پراختياپه لاره كې مود هادت ستروياړپه برخه شومباركي وړاندې كوو.
 ښه موپه ياددي چې دخوست په ولايت كې دسپېتمبرله يوولسمې وروسته دولايت پرچوكۍ ستاسودنده پداسې شرايطوكې پيل شوه چې په هره كوڅه،دره اوسړك باندې ټوپك سالاري حاكمه وه خووم وكولاى شول په پوره زغم،متانت،حوصلې اوپايدارۍ داسې شرايط رامنځته كړى چې له بركته يې نن دادى موږخوستمېشت قوم ونه ژوندي يواودبل هرولايت په پرتله پرامنه شرايط لرو.
 هېرموندي چې دهرې ستونزې دبروزپه صورت كې به دې له اح ساساتونه بلكې دنېكومشورواوحوصلې له مخې عمل كاوۀ .
 داچې ددموكراسۍ اصل درته له هرڅه معتبرؤاودم طبوعاتوازادي اودخيالاتواظهاراوخپلواكۍ ته دې ژوراودرونداحترام كاوۀ نوهمداوجه ده چې ژورنالستان دې په و كه ژروخفګان ښكاره كوي .
 دلوى خداى [ج] له دربارڅخه دجنت فردوس غوښتنه درته كوي اولارويانوته دې مشوره و كوي چې په پلونودې پلونه كيږي .


 روح دې ښاد
 دښمن دې زبون
 اوجنت دې په نصيب شه .
 محمدغفو (مهيدي)
 په خوست كې دژورنالستانودخپلواكې ټولنې مشر