دولت : هلمند کې ١٣ تنه طالبان وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9156

دخبریدو نیټه : 2006-09-18

د هلمند ولايت د پوليسو مشر جنرال نبى ملاخيل ه بينوا سره د نهر سراج په اړوند سيمه کې د طالبانو د يو ځايى قومندان ملا محمد اخند په گډون د ١٣ تنو طالب جنګياليو دوژل کيدو ادعا وکړه او زياته يې کړه، چې ٤ تنه نور ټپيان شوي دي . طالب وياند قاري يوسف د ملا خيل څ ګندونې دروغ ګڼي او وايى طالبان په دغه جګړه کې مرګ او ژوبله نه لري . ملاخيل وايى چې طالبان يې د ٢ ساعته جګړې په مهال وژلى اوپه سيمه کې د پوليسو تصفيوى عمليات د ځايىخلکو په غوښتنه ترسره شوي دي .نوموړى وايى پوليسو ته زيان نه دى رسيدلى .جګړه پرون شوې ده .