د مایکروسافټ ډیری کارکوونکي له ګوګل پلټونکي ماشین څخه کار اخلي!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9170
ب.بهیر وردګ
دخبریدو نیټه : 2006-09-18

د یوې څیړنې له مخې ښودل شوې چې د مایکروسافټ (Microsoft) د شرکت ډیری کارکوونکي په ویب (Web) کې داړتیا وړ توکو دموندلو لپاره  د خپل سیال شرکت (ګوګل) له پلټونکي ماشین   (Google.com) څخه کار اخلي.
دا خبره د Andrew Hitchcock پواسطه برلا شوې ده.دې کس وکولای شوای چی د Google Analytics پوستکالي (Software) په مټ داخبره رښتیا کړي.
دی وایي چې یواځې د ۲۰ فیصدو په شاوخوا کې دمایکروسافټ (Microsoft) کارکوونکي له MSN سرویس (Service) څخه کار اخلي.
سربیره پر دې د یوې بلې څیړنې پایلې دا ښیي چې دم ایکروسافټ (Microsoft )  شپږ شپیته  فیصده کارکوونکي د خپلې پلټنې لپاره له ګوګل (Google) څخه او ۱۰ فیصده نور دیاهو (Yahoo)  له ویب پلټونکي ماشین څخه کار اخلي.