بلجيم :داسحاق ننګيال دپنځوسمي کليزي غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9295
دافغانانو کلتوري ټولنه
دخبریدو نیټه : 2006-10-17

ارواښاد اسحاق ننګيال

 دارواښاد اسحاق ننګيال دزوکړي پنځوسمه کليزه

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په استازيتوب ، په بلجيم کې د افغانانو کلتوري ټولنه ، د هېواد د نوميالي شاعر ارواښاد اسحاق ننګيال پنځوسمه کليزه د روان کال د نوامبر پر دوولسمه نېټه د بروکسل په ښار کې لمانځي .
 په دغه غونډه کې به د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه ليکوال ، کره کتونکي ، څېړونکي او د اسحاق ننګيال د اثارو مينه وال ګډون وکړي . د علمي څېړنو ، مقالو او ويناوو په څنګ کې به د ارواښاد ننګيال د شعرونو سندريزې ډالۍ هم د يو شمېر هنرمندانو له خوا وړاندې شي .
 بايد يادونه وشي چې د نامتو شاعر اسحاق ننګيال د پنځوسمې کليزې په وياړ په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په همت ، دغه کارونه تر سره شوي او يا د تر سره کېدو په حال کې دي :
په لغمان کي دارواښاداسحاق ننګيال قبر تر بياجوړېدني وروسته ـــ په لغمان کې د ارواښاد ننګيال او دهغه د مېرمنې برونه د جوړېدو په حال کې دي . خپله د قبرونو کار بشپړ شوی او د ګنبدې په جوړېدو يې کار روان دی .
 د دغو قب ونو د جوړېدو لپاره په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو دغو ليکوالو او فرهنګيانو مرسته کړې ده :
 علي محمد مجبور ، اکبر کرګر ، صديق کاوون ، عاشق غريب ، زرين انځور ، اکبر بری ، حسن شور ، نظيف تکل ، غلام محمد کامه وال ، افضل ټکور ، علي سعيد ، امين باوري ، ډاکټر شېر ولي شېر ، انجنير حضرت سادات ، ممتاز ارمان او نجيب احمدزی .
 
 ـــ د دانش خپرندويې ټولنې فرهنګپال مشر ښاغلي اسدالله دانش ساپي ژمنه کړې ده چې د ننګيال د پنځوسمې کليزې په وياړ د هغه يو شمر مهم اثار چاپ او خپاره کړي .
 ـــ د بروکسل له غونډې وروسته به ورته غونډه په غمان کې هم جوړېږي چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه به ليکوال ، څېړونکي ، شاعران او فرهنګپال ګډون په کې وکړي . پاتې دې نه وي چې د لغمان غونډه به د لغمان مېشتو کلتوري ټولنو او مرکزونو په مرسته جوړېږي .