لندن : دشملې مجلې يوولسمه ګڼه چاپ سوېده .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9296

دخبریدو نیټه : 2006-09-28

دافغان ادبي جرګې مهالنۍ ( شمله ) چي په هرو دريو مياشتو کي يوځل خپرېږي اوس يې دپرله پسې يوولسمي ګڼي دچاپ خبر رارسېدلی دی .دا مجله چي مشر اوبنسټ اېښودونکی يې ښاغلی شهسوارسنګروال دی ، ددولت محمدوزيري ،غلام محمد کامه وال او سليم وردګ تر کتني وروسته د يوه کوچني کتاب بڼه لري  د۱۲ سرليکونو په لرلو سره په ۳۲ مخونو کي چاپ سوې ده .

مينه وال يې ( شمله ) په لندن کي 00447946092288  ته په ټيلفون کولو ، او پېښور کي له يونيورسټي کتاب پلورنځی څخه ترلاسه کولای سی .