دارواښاد اسحاق ننګيال دقبر جوړولو کار بشپړسو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9316

دخبریدو نیټه : 2006-09-29

ارواښاد اسحاق ننګيال

عبدالولي برهاني - جرمني

په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې په هاند او هڅو د روان عيسوي کال د نومبر د مياشتي پر ۱۱ نېټه به په بلجيم کي د ارواښاد اسحاق ننګيال دزوکړي پنځوسمه کليزه لمانځل کيږي .د نامتو شاعر اسحاق ننګيال د پنځوسمې کليزې په وياړ په اروپا کې د افغاني ک توري ټولنو د ګډې جرګې په همت ، دنمانځني ددې غونډي ترڅنګ په لغمان کې د ارواښاد ننګيال او دهغه د مېرمنې قب ونه د جوړېدو کار هم پيل سوی و چي اوس يې د قبرونو کار بشپړ شوی او د ګنبدې په جوړېدو يې کار روان دی .


 د دغو قبرونو د جوړېدو لپاره په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو دغو ليکوالو او فرهنګيانو مرسته کړې ده :
 علي محمد مجبور ، اکبر کرګر ، صديق کاوون ، عاشق غريب ، زرين انځور ، اکبر بری ، حسن شور ، نظيف تکل ، غلام محمد کامه وال ، افضل ټکور ، علي سعيد ، امين باوري ، ډاکټر شېر ولي شېر ، انجنير حضرت سادات ، م متاز ارمان او نجيب احمدزی .

 ښاغلی نجيب احمدزﺉ (په اروپا کي دافغاني کلتوري ټولنودګډي جرګې) په استازيتوب دقبردجوړېدوس پرستي کوله