د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9412

دخبریدو نیټه : 2006-10-04


 د ارواښاد کانديد اکاديم يسين محمد انور نوميالي
 د مړينې له کبله د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام

 د 2006 د اکتوبر څلورمه
 جرمني ، د کولن ښار
 
 په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نوميالي افغان علمي شخصيت ، ليکوال او څېړونکي کانديد اکاديميسين محمد انور نوميالي له خپل هېواد ځخه ډېر لېرې په ډنمارک کې له نړۍ څخه ست ګې پټې کړې .
 ارواښاد نوميالی د افغانستان د هغه نسل د څېړونکو او ليکوالو د کتار له وروستيو استازيو څخه و چې د خپل همت ، د خپلې خوارۍ ، د خپل استعداد له برکته لوړو علمي پوړيو ته رسېدلی و . دا هغه ډله څېړونکي دي چې له ست و اکاډميکو زده کړو پرته ترې د خپل همت او استعداد په برکت لوی اکاډميک شخصيتونه جوړ شوي دي .
 موږ په داسې حال کې چې د هغه روح ته دعا کوو ، د هغه له کورنۍ ، دوستانو او د هېواد له علمي کړيو سره په دې غم کې ځانونه شريک بولو او هيله څرګندوو چې جنازه يې د وطن د يوې علمي هستۍ په توګه خپل ګران وطن ته ولېږدوله شي او هلته په درنښت سره خاورو ته وسپارله شي .


 په درناوي
 د ټولنې د مشرتابه جرګه