د هېواد د نامتو څېړونكي د اكاډيمېسن كانديد نوميالي د ناڅاپي مړيني په اړه
د علامه رشاد اكاډيمۍ د خواخوږۍ پيغام
مرګيه رب دي نيمه خوا كه
سمسور ګلونه رژوې، شاړ سوه باغونه
د پښتانه پر سمسور بڼ
باندي نن بيا، د قهرجن برخليك بله ټكه راپرېوته، د پردېسۍ په ښكاره سوكاله او هوسا، خو په زړه خوړينو شرايطو
كي يې زموږ د سمسورو گلونو څخه يو بل ښكلى او نازولى ګل، د هېواد تكړه څېړونكى د اكاډيمسين كانديد استاد محمد
انور نوميالى رامړاوى
كئ.
انا لله و انا اليه
اجعون
ارواښاد محمدانور نوميالى د ملا محمدنعيم اخوند زوى د غلام محي الدين لمسى په خټه اليزى، د ۱۳۰۷
لمريز كال د سلواغې په مياشت كي چي د ۱۹۲۹ ع سره برابر دى (د اوسني ليكوال د درېيم ټوك په ۱۳۳۳ مخ كي د ده په خپ
ه ليكنه كي لولو: ... د امير امان الله خان زوال زما د زوكړي سره مصادف دى ...) د كندهار ښار د افغانپور كوڅې ته څ
مه د ملا عبدالله جان اخوند زيارت (اوس د حاجي بابا په زيارت مشهور دى) ته نژدې د حاجي جمعه خان صراف په كوڅه كي
چي اوس په خلكو كي د بچي په كوڅه مشهوره سوې ده) په يوه روحاني كورنۍ كي زوكړى دى. دوه وروڼه او دوې خوندي لري چي
په ده پسې ورور يې محمدنور مړ سوى دى او كشر ورور يې محمدسرور ژوندى او د كويټې په ښار كي اوسي. د استاد په او
ادو كي چي پنځه لوڼي دي، يوه يې په كندهار كي او نوري څلور لوڼي يې تر هېواد دباندي اوسېږي.
د ارواښاد نوميالي
پلار د مروجو ديني علومو د زده كړي له پاره د انګرېزانو د وخت پراخ هندوستان ته تللى او هېواد ته تر راستنېدو
وروسته د خپلي كوڅې د ملا تور اخوند په ماجيت كي ملا سو، ډېر طالبان يې روزلي دي، چي استاد نوميالي هم د وخت م
وج علوم پر خپل پلار باندي ويلي دي، دده د طالبۍ د وخت يو ملګرى يې (ملا شراف الدين اخوند) وايي:
"محمد انور په
لوست كي تر موږ ټولو تكړه وو."
څه نوري زده كړي يې پر نورو استادانو باندي هم كړي دي، خو تر ټولو بارز ټكى د
استاد نوميالي خپل فطري استعداد، پرله پسې او نه ستړي كېدونكې هڅه او هاند و چي په نويو علومو كي يې هم ځان اوچت
مقام ته رسولى دى. دى ليكي:
" تقريباً اوولس كاله كېږي چي د خپل ذوق پر اساس باندي په خودسرانه كورس كي خپل ځان
روزمه ..."
دندي:
د خداى بخښلي نوميالي لومړنۍ دنده د كندهار ښار په ښوونځيو او دارالمعلمين
كي د ښوونكي سپېڅلې دنده وه، ډېر كلونه يې د هېواد ډېر ځوانان په ډېرو برخو كي وروزل.څه موده پر كور كښېنستئ، خو د
ژوند اړيو او د استاد خپل خوځنده فطرت دې ته وهڅاوه چي د كابل پر لور رهي سي، د څه مودې له پاره د كابل په ګمرك كي
په دنده بوخت و، په ۱۳۵۵ هـ ش كال كله چي په كابل كي د پښتو څېړنو نړيوال مركز جوړ سو، د خپلي دندي تر څنګ ددغه
مركز علمي مرستندوى (همكار) په توګه وګمارل سو.
په ۱۳۵۷ هـ ش كال د بيهقي د كتاب خپروني موسسې د رياست دنده
ورپه غاړه سوه، په ۱۳۵۸ هـ ش كال كله چي د افغانستان د علومو اكاډيمي جوړه سوه، استاد نوميالى ددغي اكاډيمۍ د
ختيځ پېژندني د څانګې (انستيتوت) علمي غړى او وروسته ددغي څانګي مشر وټاكل سو.
د ۱۳۷۰ هـ ش كال په پاى كي د ع
مي څېړنو له پاره يې و ازبكستان ته سفر وكئ. استاد نوميالى لا په خپلوڅېړنو په تاشكند كي اخته و چي د ۱۳۷۱ هـ ش
كال د غوايي په مياشت كي د نوي ناورين څپه پر كابل او بيا پر ټول افغانستان خپره سوه، استاد د پردېسۍ څپو پسي
واخيست او كله په تاشكند او دوشنبې كي، كله په لنينګراد او مسكو كي، تر څو د ژوند وروستي پردېس شپږ كاله يې په
نمارك كي پر تېر سوه او په دغه پردېسۍ كي يې په هېواد او اولس پسي ساه وركړه.
د ۱۳۷۱ هـ ش كال ناورين د ډېرو كو
نيو له پاره له كابل څخه د تښتېدو پيلامه وه، د استاد كورنۍ هم چي په كابل كي اوسېده، نور د زغم پياله ډكه سوه،
پر كډه يې سوټى راوګرځاوه، د استاد د دريمي لور په وينا، د نوميالي صاحب د كتابتون ټول كتابونه يې د افغانستان
د علومو اكاډيمۍ ته وسپارل، د هغه تر څنګ د استاد ډېر ارزښتناك علمي اسناد او ياداښتونه ددوى د غيابت پر وخت
په دفتر كي پاته سوي وه چي د علومو اكاډيمۍ د يو علمي غړي په وينا، د هغه كال په ژمي كي د اكاډيمۍ د يو علمي غړي
او يو اداري كاركوونكي ("با فرهنګه" ستميانو) له خوا په اور پسې سوه.
د ژبو زده كړه :
استاد
نوميالي سربيره پر خپلي مورنۍ ژبې (پښتو) په پاړسي ،انګريزي، عربي، روسي او ډنمارکي ژبو هم پوهيدئ. دژبو په
زده کړه کي يې ځانګړى استعداد درلود ، دښاغلي عبدالهادي هاند په وينا: استاد نوميالي په اکاډيمۍ کي د روسي ژبي
زده کړي ته نيت وکئ، په شپږو مياشتو کي يې په خپله دځان سره روسي ژبه دوني زده کړه چي له روسي متونو څخه يې ښه
استفاده کولاى سواى.
د پښتو څېړنو نړيوال مرکز په " پښتو " مجله کي يې ډېر مضامين په انګريزي ژبه خپاره سوي دي
.
څېړني او ليکني :
استاد نوميالى ډېر زيارکښ، هڅاند، روږد ( متشبث) او نوښتګر څېړونکى او
يکوال دى، د ځوانۍ له کلونو راهيسي يې د مطبوعاتو سره اړيکي درلودې، ډېري ليکني يې دتاريخ، ټولنپوهني او
اتنوګرافۍ په برخو کي کړي دي، په څېړنه او پلټنه کي ډېر دقيق او حساس دى، دخپل سبک او اُصولو سره سمي ليکني کوي ،
پر داسي ټکو او موضوعاتو باندي ږغيږي چي هم نوښت په کښي سته او هم کله _کله لا دټولني د دوديزو او عقيدتي
پابنديو څخه دبغاوت څرک په کښي تر سترگو کيږي .
اثار:
نوميالي صاحب دپنځوني او ژباړي په
دواړو برخو کي لوى لاس درلود، تر ننه پوري ماته څرګند اثار يې دادي :
پنځوني :
دپښتو د ټو
نيز تاريخ مبادي (چاپ)
دکوډو سرنوشت د علمي څېړنو په ړنا کي (چاپ)
تخوني يا چستوښکي ( کيسۍ ډوله نظمونه ) (
ناچاپ)
سفرنامه (ناچاپ)
دافغانستان اتنوگرافي ( ناچاپ )
دوېش سيسټم (چاپ _ دگستنر په بڼه )
ژباړي :
انسان او تکامل (چاپ)
الف ليلا يا زر او يوه شپه _ لومړى او دوهم ټوکونه ( چاپ)
الف ليلا يا
زر او يوه شپه _ دريم او څلورم ټوكونه، په نا اوډلي بڼه (ناچاپ)
دافغانستان توکمونه ( د والتر بيلو اثر)
ژباړه، سريزه، تعليقات
د ميتودولوژۍ تاريخ ( د اکاډيمسين ا. ژوکوف اثر ) ژباړه، سريزه، لمنليکونه او تعلي
ات
هند ( د لومړي کمونيزم څخه تر مرئيتوب پوري ) د (ا.ش.ډانکې) اثر
دپورتنيو مستقلو اثارو تر څنگ په لسوو
مقالې او شعرونه يې دکندهار په طلوع افغان، دپښتو څيړنو نړيوال مرکز په " پښتو" مجله، دعلومو اکاډيمۍ په " ا
يانا" ، " خراسان " ، "كابل" مجلو او د هېواد او له هېواده دباندي په نورو موقوتو خپرونو او د انټرنټ پر
پاڼوخپاره سوي دي.
علمي القاب :
دعلومو اکاډيمۍ د ختيځ پېژندني په څانگه کي د سرمحقق تر علمي رتبى پوري
سېدلى او په ١٣٦٦ هـ ش کال د اکاډيمسين کانديد علمي لقب هم ورکړه سوى دى.
شخصي ځانگړتياوي
:
ارواښاد نوميالى، زړه سواند، سپېڅلى، رښتينى، هوډمن، هڅاند او پر انډيوالۍ ولاړ وو. پراخ او ژور فکر
يې درلود، دلويې فلسفې څښتن و، ديوې مختصري جغرافيې په حدودو کي نه اوسيدى، د اولسو، نژادو، قومو او نورو مح
دوديتو دباندي په يوه پراخه نړۍ کي يې اوسيده غوښته ، دعامو وگړو د فکري طرز اوعلمي سلوک څخه دباندي، يوه داسي
نړۍ يې انسانانو ته په ذهن کي جوړوله، چي د ژوند عمل يې د ټولو انسانانو پر گټو ولاړ وي او علم يې له طبيعي حقيقي
احساس څخه ترکيب سوى وي.
ژوند يې په خپله طبيعي ساحه کي د ژوند له پاره غوښتئ، په انسان کي يې دسړيتوب غلبه پر
څارويتوب غوښته .
په پاى کي د ستر او سپېڅلي څښتن (ج) څخه د خداى بخښلي نوميالي صاحب روح ښاد، درنې کورنۍ او د
ده ټولو ارادتمندانو ته د زړه صبر غواړم.
علامه رشاد اکاډيمي
محقق شېرشاه رشاد