چي شاهين غوندي غوټې وهې پر زړونو اې فلکه! څه زورمـــند يې، بې پـــــــ
ـــروا لا د پښتنو د
ستر څېړونکي، اديب او مؤرخ ( استاد علامه عبدالشکور رشاد) له دردونکي تلين څخه کلونه
نه دي تېر سوي، چي دادی د پښتنو د يو بل مفکر او نوښتګر ليکوال، ژباړونکی او محقق ( استاد محمد انور نوميا
ي ) د ناببره مړيني خواشينونکی خبر خپور سو . انا لله و ان اليه راجعون له کوچني والي څخه، د استاد نوميالي له نېک او سپېڅلي نامه سره اشنا
وم . وروسته مي څه موده د افغانستان د علومو په اکاډيمۍ کي له
هغه مستدل او مبتکر ليکوال سره، د نيژدې پيژندګلوۍ او همکارۍ وياړ درلود . استاد نوميالی، په کندهار کي د پوهو او روښانفکرو مشرانو د هغه ګرداو غړی و، چي اوس يې ډېر لږ کسان ژوندي پاته دي . استاد نوميالی د هغه ارزښتناک غمي په
څېر و، چي د نه پاملرني له امله کلونه کلونه تر خاورو لاندي پټ و . خو ډېر ژر د ليکني، ترجمې او څېړني په ډګرونوکي په لوړ او درانه نامه وځلېد . استاد نوميالی د نېکو اخ
اقو، سپېڅلي خويونو، تقوا، پراخي حوصلې، خلاقانه علمي او تحقيقي نړۍ ليد خاوند
و
. د استاد نوميالي مړينه، د پښتنو په علمي او تحقيقي ټولنوکي
ستره ضايعه ده
. ټولو
عزيزانو، دوستانو او خواخوږو ته يې د زړه صبر غواړم . اروا دې ښاده او نوم دي لوړ وي .
د وحـــدت بحــــــــــــر اروا د
عالــــمونو
په يوه موج يې پېدا په بل فنــــــ
ا کړي
که چاځان د دې بې مثله بحر موج کړ
د هستۍ بح
ر به ځان ورته ماوا کړي
هارون خپل شعشعي
انګليستان