د پوهنمل حاجی محمد نوزادی دخواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9466

دخبریدو نیټه : 2006-10-07

دنوميالو وطن اوس بی نوميالې سو ٠ دعلم اوپوهی څراغونه او دهيواد لګيدلې شمعی يوپه بل پسی سترګی پټوی ، دجهالت مرغان لانورهم وزرغوړوی اوکرغيړن سيورۍ ئي ناپوهی شپی يوپه بل پسی اوږدوی ٠
کاشکی می هيڅکله هم دبينوا سايټ پرانيستې نه وای او دلاری ئي د نوميالې شمعی له سوزيدو څخه خبر سوی نه وای ٠
خدايه ! پسله دی به څوک په تليفون کښی ځما غوږونه په خپلو جادوئي چستوښکو ( تخنونو ) سره وتخنوی ؟ او څوک به په بريښناليک کښی ځما وپرديسو وچو شونډوته موسکا راوليږی ؟
هغه دخندا څخه ډک تپاند زړه نور دپوه استاد کانديد اکادميسن نوميالۍپه سينه کښی دتل دپاره له حرکته لويدلۍ دی  ٠
 ان الله وانا اليه راجعون
 دنورو ټولو پوهنيزو - څيړنيزو برياليتوبونو ترڅنګ ، هغه نوی ادبی ژانر چه دغه وتلی نوميالې په پښتو ژبه کښی د روسی چستوښکو پربنسټ پيل کړ او ( تخنونې ) ئي وبللې ، دهر غمجن زړه پر شونډو ئي موسکا کرله ٠ دا تخنونکۍ ژانر به نورڅوک مخ ته بوزی ؟
ما خو چه هرڅه زيار وايست ، نه می د استاد شونډی پری موسکې کړای سوی او نه ئي هم ځما قلم راوتخناوه ٠ خدايه ! دپښتو پر ويجاړ کور دنورو نوميالو ستنې ودروه او داوچی شونډی ئي و چاودلو ته مه پريږده ٠ خدايه ! نور داسی غم پر دی کور مه راوله چه د نوميالۍ غم تری نه هيرکړی ٠

امين
 يارب العالمين
  پوهنمل حاجی محمد نوزادی