د استاد نومیالي افغاني عقاید لوړ موقف لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9473

دخبریدو نیټه : 2006-10-08

 زیات خپګان اوخواشينۍ سره خبر شولو، چې دهيواد یو وتلۍ علمۍ شخصيت دعلومواكاديمۍ غړي  كانديد اكاديمسن محمدانورنوميالی دخپل هیواد څخه لیري له دې فانينړۍ ځني سترګې پټي کړی .

 “ روح دې ښاد وي “

 ارواښاد نوميالی سربېره پرعلمی او فرهنګی خصیت ، یوملی ، اسلامی او دموکرات شخصیت هم و. دخداۍ بخښلۍ نوميالی علمي اوفرهنګي هڅې افغانی ممیزات لري . دک تور په افغانی مشخصاتو باندی ویاړی او هڅه یې کړې چې زمونږ په کلتور کې افغانی ممیزات نورهم وروزل شي .
 که څه هم زمونږ اسلامی او افغانی کلتور زمونږ ملی هویت تشخیصوی خو دساینس اوتکنالوجی دپرمختګ له امله اوس دټولې نړۍ ملتونویوله بل سره پراخه کلتوری اړیکی لري اونړیوال مدنیت په ټولوکلتورونو باندې تاثیرکړی دی .
 ځینی افغانان په دې نظر دي چې مونږ باید له غیر اسلامی کلتورونوسره اړیکې ونه لرو، انزوا اختیار کړو او یا خوله هغوی سره دښمني وکړو .
 مرحوم نومیالی له نړیوال مدنیت سره دپراخو اړیکو درلودلو ته ترجیح ورکوي، کلتوری انزوا اوله نورو کلتورونوسره دښمني رد وي ، له یوې خوا دبیلوبیلو کلتورونو او مدنیتونو سره دښو اړیکو دساتلو ملاتړ کوي خوله بلی خوادهغوي دکلتوری انحرافاتو دمخنیوی ملاتړهم کوي .
 „ ارواښاد نوميالى، زړه سواند، سپېڅلى، ښتينى، هوډمن، هڅاند او پر انډيوالۍ ولاړ وو. پراخ او ژور فکر يې درلود، دلويې فلسفې څښتن و “. *
 په ګران افغانستان کې د استاد نومیالی تلپاتې افغانی عقاید لوړ موقف لری .
 ارواښادنومیالی درنې کورنۍ ، دده ټولو ا ادتمندانو او همدارنگه د هېواد علمي کړيو ته دهمدردۍ دمراتبو په وړاندي كولو سره، ځان د هغوي په دغه غم کې ش يک بولو او دهیواد لپاره یې ستره ضایعه ګڼو .
 د اروا ښاد استاد نومیالی روح دې ښاد وي او جنت فردوس دې ځای وي
 په درناوي
 جمال رحمان او انجنیر شېر ساپی
 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 * / علامه رشاد اکاډيمي دخواخوږۍ پیغام - دبېنوا ویب پاڼه