له برتانیا څه دښاغلي دولت وزیري د خواخوږۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9474

دخبریدو نیټه : 2006-10-08

په ډيره خواشينۍ سره می دا خبر تر لاسه کړ چي ډير پياوړی، استاد ،ليکوال او د پښتو ژبې د بڼ پتنګ استاد نوميالی د دې نړۍ سترګي پټی کړی- انا لله وانا اله راجعون.
له پخوا څخه د استاد نوميالی له نيک او سپيڅلي نامه سره اشنا وم او بيا وروسته می په مسکو کې د خدای بښلی استاد سره څو ځلی په ادبي بنډارونو کې ګډون کړی و. استاد ډير مهربانه انسان و، د سپيڅلې خويونو،تقوای او لوي حوصلی خاوند و. د ده مړينه ټول هيواد او په ځانګړی توګه د پښتنو په علمي او تحقيقي ټولنو کې ډيره ستره تشه ګڼم- خدای بښلي ته د فردوس جنت او  د ده کورنۍ او د هيواد ټولو فرهنګ پالو لپاره د څښتن تعالی څ خه د پوره حوصلی غوښتنه کوم.
څه ښه وايي؛ ً چي سل دی ومره  خو يو دی مه مرهً


دولت وزيری
ب يتانيا