دخوږیاڼیو د ملی یووالی او پرمختیا ټولنی پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9488

دخبریدو نیټه : 2006-10-09

په ډیره زیاته خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چه د هیواد یو وتلی علمی شخصیت د علومو د اکاډیمی غړی کاندید اکاډمیسن محمد انور نومیالی د خپل هیواد د غیږی څخه لری له فانی نړی سترګی پټی کړی.
 ارواښاد نومیالی یو زړه سواند، سپیڅلی، په هیواد مین او د لویی فلسفی خاوند وه.  
  د ارواښادنومیالی کورنۍ او د هېواد علمي کړيو ته دهمدردۍ دمراتبو په وړاندي كولو سره، د خوږیاڼیو د ملی یووالی او پرمختیا ټولنه د هغوي په دغه غم کې ځان د لوی ننګرهار په استازیتوب شريک بولی او دهیواد لپاره یې ستره ضایعه ګڼو .
  د اروا ښاد استاد نومیالی روح دې ښاد وي او جنت فردوس دې ځای وي


 دخوږیاڼیو د ملی یووالی او پرمختیا ټولنه