دناصر ريشا رالېږنه
ستاسو همدردي به مو هېره نسي
د ارواښاد ک.اکاډميسين محمد انور نوميالي م ړيني نه يوازي دا چي ددوی تيروني دوستان ولړزول بلکه ټولو با احساسه وطنوالو ته يې هم زورور ټکان ورکړ.
د خدای بخښلي استاد پر مرګ دهيوادوالو وير، همدردۍ او همکارۍ ونړۍ ته يواربيا وښووله، چي افغان ولس نن هم د پخوا په څېر پر علم وطن اوپښتو مين دئ.
موږ د اروښاد استاد دکورنۍ غړي ستاسو ټولو قدردانو وطندارانو د غمشريکۍ څخه، چي زموږ سره مو په دغه حساس حالت کي وکړې د زړه له اخلاصه ستايو او مننه مو ادا کوو. په بدل کی د قادر تښتن (ج) څخه دغه التجاه کوو، چي دغه غم ځپلی ملت د همداغسي نومياليو په ټوليو ونازوي چي (يوه ورځ) موږ دظلمت او بدبختيو له دې ژور څاه څخه دعلم او بصېرت په طلايي ځينه راووزو.
(آمين)
دخدای بخښلي نوميالي دکورنۍ دغړو لخوا