د کندهار د ولايت د پنجوائی ولسوالي
د خونړيزي پيښي په اړوند د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام
په ډيري خواشيني سره مو
خبر واخيست چي د کندهار ولايت د پنجوائی ولسوالي د زنګاوات په کلي باندي د ناټو د پوځي قواؤ د هوائي بريد له
امله څه د پاسه د لسو کسانو شهادت او په لس ګونو ملکي ولسي خلک چي په هغه کي ښځي او کوچنيان هم شامل دي ټپيان
سوي، کورونه ويجاړ او د ولس شتمني ته زيان رسيدلي دي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه پداسي حال کي چي
دغه پيښه په کلکه غندي، د شهيدانو کورنيو او ټپيانو ته خپل د خواخوږي مراتب وړاندي کوي.
شهيدانو ته جنت
الفردوس او ټپيانو ته روغتيا د لوي څښتن تعالی د دربار څخه غواړي او د افغانستان د اسلامي دولت د مشر تابه څخه
غوښتنه کوي تر څو چي د ناټو او بهرنيو پوځونو د دغسي خونړيزو پيښو څخه مخنيوي وکړي او نور زموږ ځوريدلي او
ړبړيدلي ولس يووار بيا خپل د عزيزانو په وير کي کښي نه نوي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه