ف . نوراني له مزارشریف څخه
د شمال
د سمت مزارشرېف زورواک والي عطامحمد نور تيره شپه د طلوع تلويزون سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل چي دکرزي حکومت
غواړي چي ما د خپلي دندي ګوښه کړي او زما ځاي نا سته جمه خان همدرد ته ورکړي او زياته يي کړه چي دا يو ګروپ دي
او مشرې يي کرزۍ او لوي څارندوال ع٠ثابت کوي دهغي دخبرو داسي مالوميږي چي ګوندي ولايت ورته چا په خيرات کي نه
دي ورکړي بلکه جهاد يي کړي او دايي په غنيمت کي نيولۍ . دهغي تورونو له امله چي عطامحمد نور بيت المال او د
خلکو حقوق غصب کړي دروغ وبلل خو د لوي څارنوال له خوا به تحقيق اوپلټني ته حاضر نه شي او که نه نو د جهاد اع
ان به وکړې او جنګ درېشي به واغوندي .
محترم والي عطامحمدنور صېب نه پوهيږم چي افغانان خپل دجهاد اجر په
دنيا غواړي اوکه په اخرت ، جهاد خو مسلمانان دالله درضا لپاره کوي نه د دنيا لپاره دا که هر مجاهد ځان ته
دجهاد په بدل عهدي غواړي نو زرګونه مجاهدين ستا په ولايت کي چا چي شهيدان ،کوڼډي،يتيمان،ګوډان، معيويين پري
ښودلي له تا ډير حقدار دي دکار اهليت هم لري خيانت يي نه دۍ کړې، دملت مال يي غنيمت ندي ګڼلي پاټک
سالار او غلسالار نوم يي ندي اخيستي د جهاد له نوم نه بده استفاده نه کوي هغوي هم بايد عهده
وغواړي ٠ محترم والي صيب ددولت عهدي تر اخره چاته نه پاتي کيږي نن نه سبا له عهدي لري کيږي خو خپل بد نيت ولس
ته مه ښکاره کوه. څوک د مقاومت نه بده استفاده کوي او څوک دوطن ددفاع په نوم . والي صيب هوښياران متل کوي واي چي
غل نه وي باچا نه مه ويريږه تا که بيت المال اود خلکو حقوق نه وي خوړلي نو بيا دلوې څارنداول دجهاد مشن ته ځان
سپين که او زه خو وايم چي دملت کور ( پارلمان) ته هم د ځوابونو د پاره لاړشه , خو نه، ته پوهيږي چي کمال مي کړي تا
چي کومي دولتي ځمکي نيولي او بيا دي په خلکو خرڅي کړي هغه ټول پوهيږي دحيرتانو دګمرک او شاروالۍ دوسيي له ښکا
ه شوي نه دي زه خو وايم ځان دولت او ملت ته سپين کړه ، او که سبا دعهدي لري شوي او دجهاد اعلان کوي نو خلک
پوهيږي چي دقدرت اچوکۍ لپاره جنګيږې ،يا هم نن د جهاد اعلان وکړه بهانه هم شته چي يرغلګر راغلي او خپله ږيره
هم اوږده پرېږده که نه نو خير دي نشته .
په وطنۍ مينه
ف . نوراني