کـــــور

لومــړی مـــخ

ارشــيف اړيــــــکي   د کونډيانو يتيمانو هره اوښکه به درياب شي              يوه ورځ به زموږ کرږي زموږ ساندي انقلاب شي  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
اوښکه که سېلۍ
ورانه به يي کړی خو
توپک سالار څوک دي
ازاد خبريال او ژورنالـ
د حکومت بېځواکي او
دهشت ګرڅوک دي

په خط کي راته مه ليکه
يو وړانديز  

اوښكه كه سيلۍ


استاد شمس الضحى لودين
هر انسان لـه دوه نړيو سره مخ دى، يوه د باندنۍ يا بهرنۍ او بلـه دننه يا درونۍ نړۍ، بنيادمانو په بهرنۍ نړۍ كې ډېر څه كړي، ليدلي، ودان كړي، جوړ كړي، خرڅ كړي او اخيستي يې دي.

مګر دروني نړۍ خداى Y په يو داسې معمايي خولـه جوړه كړې چې خپلـه انسان د خپل درون او نفس څخه هېڅ نه پوهېږي او كه پوهېږي ډېر كم دا يو پټ جهان دى او پټ رازونه په كې خوندي دي. بهرنۍ نړۍ خلكو سوړې، سوړې كړه د غرونو زړونه يې سوري، سوري كړل ستر ستر سمندرونه او هسكه هوا يې تر پښو لاندې كړلـه. ډېر څپاند سيندونه ايلـه شول د خپاندو انسانانو مريو ته لومې ورواچول شوې. كوښښ روان دى چې سر دپاسه هېڅ سر پرېنښودل شي يو سر دى د ټولو سرونو لـه پاسه سر وي. خو بيا هم همدغه بنيادمان چې هر څه يې لـه لاسه پوره دي كولى يې شي و يې كړل. خو ډېر د افسوس او هېښتيا ځاى دا دى چې د يوې وړې رڼې اوښكې په راز او قدر هېڅ څوك پوه نه شول چې دا اوښكه ده او كه د دروني نړۍ لـه اټومي ذراتو جوړه شوې يوه پديده ده. نو همدا لامل دى هغه څوك چې دروني نړۍ نه پېژني هغوى ته د يوې كونډې، بوري ادې د يتيم او مظلومانو اوښكې هسې بابيزه او د خندا وړ څېز ښكاري خو لـه زور او زوږ څخه يې خبر نه دي. كه چېرې يو څو اوښكي سره يو ځاى شوې نو د جابراتو او ظالمانو خونې به ړنګې او ميراتي كړي.

هغه ظالمان چې د ويرژلو لـه اوښكو، ويو او مرګ څخه خوند اخلي او خپل ژوند بسيا كوي. د دوى د حسرت، سوز او ګداز اوښكې به يو ورځ نه يوه ورځ د نوح ع د سيلۍ او طوفان په څېر دوى د نابودۍ او بربادۍ كندې ته وروه غورزوي.

نا هيلي نه ده په كار د احساس او ضمير خاوندان هم شته خو چې واك او ځواك نه لري خو نه به يې لري مګر د يو يتيم د اوښكو باران ليدل يې تر قيامته هم نه هېرېږي او هميشه د فكر او خيال په سمندر كې لاس او پښې وهي دا ځكه چې دا اوښكي نه دي چې د چا لـه غمجنو سترګو څاڅي دا كه اوښكي وي به خو دا سپين ځلاند څاڅكى دومره ځواك او اثر لري چې لـه نرمو زړونو وينې همداسې وڅڅوي لكه چې خپلـه لـه كومو سترګو څاڅي دا اوښكې نه دي لـه سټې وينې دي چې د ډېر درد، غم او ناهيلۍ په فلټرونو او چنځايونو كې يې سور رنګ په الماسي سپين راڼه رنګ اوښتي دى خبره د اوښكې ده اوښكه د زړونو درد او زنګ لرې كوي دا چې اوښكه اوښكه شي. زما په اند كومه مهالنۍ چې د اوښكې په نامه خپرېږي همدومره ځواك به ولري چې ډېر دردونه لري. غوټې خلاصې اوښكي پاتې كړي. د زړونو تڼاكې وچوي. دا زموږ د تاندو او تنكيو ځوانانو په دروني نړۍ كې د زړونو بړاس دى. چې د اوښكو لـه كاروان سره يې ملګري كړئ او د خپل هېواد د ناخوالو او در په درېو غمونو ته د پاى د ټكى ايښودلو په هيلـه په يو ن كې دى.
د اوښكې خپرونه به لنډه وي مضامين به يې واړه وي خو د مانا په لحاظ ډبر لويوالى او لوړوالى داسې نه ده لكه يوه لويه كوټه چې لـه بوسو ډكه وي بلكې داسې ده لكه د يوې طلايي ګوتې په قالب كې چې د الماسو غمى كېښودل شي نو څرنګه والى يې څو چنده شي. د اوښكې حجم به هم كم وي خو دا داسې نه انګيرو چې يو څراغ دى تياره كوټه دې روښانه كړى شي.
په اخر كې د اوښكي خپرنۍ ټولو ورونو ته لا برياوې غواړم او خداى Y دې وكړي چې زموږ زورېدلى خلك نورى اوښكې تويې نه كړي لـه سترګو څخه يې د اوښكو پر ځاى د خوښيو ننۍ راوڅڅېږي او پر شونډو يې نور د خوښيو مسكاوې راخورې شي د لابرياليتوب په هيلـه.

تعبير يې كړئ ما په ظالمانو به چپه شي
چپه كاكل مې خوب كې د جانان ليدلى دى
* * *
لـه زړه مې وينې را جلاشي
د بڼو څوكو ته چې راشي اوښكې شينه