کـــــور

لومــړی مـــخ

ارشــيف اړيــــــکي   د کونډيانو يتيمانو هره اوښکه به درياب شي              يوه ورځ به زموږ کرږي زموږ ساندي انقلاب شي  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
اوښکه که سېلۍ
ورانه به يي کړی خو
توپک سالار څوک دي
ازاد خبريال او ژورنالـ
د حکومت بېځواکي او
دهشت ګرڅوک دي

په خط کي راته مه ليکه
يو وړانديز  

ټوپك سالار څوك دي او كلـه به ترې خلاص شو؟

عبدالمالك"عاصم"
په لوړه او ټېټه كچه په كور دننه او بهر د ټوپك سالار او قوماندان سالارۍ خبرې كېږي. ولې تقريباً په ټيټه كچه خلك په دې نه پوهېږي چې زموږ په فرهنګ دغه كليمې او جملې لـه كلـه نه راپيدا شوي. ولې اخيستنه ترې نه په دې مانا كېږي. هغه څوك چې په ناحقه جګړې كوي او په عادي خلكو باندې ظلم كوي. ولې جوته ده چې دغه كليمات دومره عام شوي چې په مطبوعاتو كې هره ورځ ليدل كېږي او يا اورېدل كېږي.

داسې كليمات چې په خپل ذات كې تر پردې لاندې د يوې قوي ضربې كار وركوي هر څوك غواړي چې ترينه ګټه واخلي.

په بربنډو كليمو اورېدل كېږي چې د جنګ سالارۍ او ټوپك سالارۍ دوره پاى ته رسېدلې او همدا يې اخري سلګۍ دي. او د بې وسلې كولو لړۍ به دغه ټكي ته پاى وركړي. ولې داسې ويل كېږي چې د قوماندان سالارۍ كليمي به څو كالـه نور هم د افغان مطبوعاتو په ژبه تاوېږي راتاوېږي. خو په جوت ډول دغه ډول كسانو ته هېڅوك ګوته نه نيسي او په مطبوعاتي ژبه هغه څوك چې (مطبوعاتو سره خبرې كوي وايې چې په تېر لويه جرګه او په راتلونكيو ټاكنو كې به دغه قوماندانان لوى لاس ولري. ولې مګر داسې ښكاري پخپلـه يو شمېر هغه كسان چې پخوا يې د ټوپك لـه خولې ډوډۍ ترلاسه كولـه. بيا هڅې كول چې دا ځل هم د حكومت په چوكاټ كې د خپلو ماشومانو لپاره يوه ګولـه ډوډۍ ترلاسه كړي. په اروپايي حكومتي حلقو كې هېڅوك دا نه وايي چې دى ټوپك سالار دى. بلكې په جوتو كليمو كې حكومتي چارواكي هغه چا ته ګوته نيسي چې لـه دې وروسته غواړي په خپل سر د خپلو شخصي او منطقوي ګټو لپاره د ټوپك څخه كار واخلي. ولې اّيا دا كليمات زموږ خپل دى او غواړو چې په ريښتيني ډول يې وكاروو كه دا هم هسې په خولې كليمو تاوول راتاوول دي تر څو نورو ته چې همدا دي چې د ټوپك سالارۍ او جنګ سالارۍ پر ضد يې غږ پورته كړى او اوس په خپلـه په دې پوه شوى چې دا بېچاره ملت بايد نور د ټوپك لـه شر څخه خلاص كړي. خو دا مهال ښگكاري چې دا هم په مطبوعاتي كچه همدا ټوپك سالاران د خپل ښه راتلونكي په هكلـه په حكومتي جنګي پوسټ باندې ډغرې وهي جوت ګواښونه كوي كه داسې او هغسې دي وايي زما په خوښه څه ونه شي نو خپلـه وسله نه سپاري او د دې سره يې د خپل قوم او سيمې خلك ولاړ دي نو ثابته شوه چې تردې مهالـه افغان حكومت داسې وړانديزونو ته غوږ نيولى فكر يې پرې كړى. ولې څرنګه به وشي تر څو هم خلك په دې ډاډمن شي چې د ټوپك حكومت پاى ته ورسېده او لـه بل پلوه همدا سيمه ايز قوماندانان چې لـه مجبوريته يې دا دوه نيمې لسېزې د ټوپك په زور واك چلولى په دې قانع شي چې د خلكو غوښتنې په پام كې ونيسې او حكومت د دوى د راتلونكي لپاره د دوى د توان سره سم واك او پوست په پام كې نيولى د ډېرو په اند همدغو جنګ سالارانو ته چې كوم خطاب كېږي يو شمېر زياتوي همدا اوس اوس لارې راټينګي كړي چې په راتلونكي كې هم خپل روښانه زور او قدرت په كې ونيسي.

خو يو شمېر نور يې بيا په ډار كې دي او لـه همدې كبلـه لاس او پښې وهي تر څو ونيسي چې د ده لـه ګډون څخه سر ته څوك نشي كولى ملت وبښې چې دا دې هر څه وشوه. نېكمرغه ده چې همدې كليمې يعنې ټوپك سالار او جنګ سالار نه د هر چا بد راځي. خو بيا په څرګند ډول د خپل ظلم چيغه راپورته كړى. او خپل قوم ته بيا دا بهانه وكړي چې نور غواړي په دې قوم ظلم وكړي دې چې د دوى د حقوقو لپاره منډې ترړې وهي او كه داسې وشول چې حكومت يې غواړي نو بيا په دوى ظلم شوى وي. خو په دې هم دا خلك نه پوهېږي چې ايا همدا كس لـه دې 25 كلونو راهيسي د دوى د حقوقو تيكه دار دى او بل څوك لـه بلې لارې نه شي كولى د دوى د حقوقو دعوه وكړي.

څو ورځې وړاندې مې په مطبوعاتو كې داسې واورېدل چې د څو بېلابېلو قومونو استازي او مشران كابل ته راغلى و او لـه ښاغلي حامد كرزي سره يې په خپلو ستونزو خبرې وكړي. او په جوت ډول يې ترينه خپلو حقوقو او د خپلو خپلوانو لپاره په لوړو پوسټونو كې د دندو غوښتنه وكړه.

دا په خپل ذات كې يو ښه كار دى خو داسې ښكاري چې همدا قومي مشران هم سيمه ايزو ټوپك سالارانو اخيستي او د دوى لپاره يې په ساعتونو ساعتونو دا تبليغ كړى چې لـه جمهور رئيس څخه د نورو غوښتنو تر څنګ دې د دې لپاره د يوه ستر دولتي پوسټ يا څوكۍ د وركړې خبره د دولت لـه مشر سره مطرح كړي څومره بې فكره غوښتنه او څومره ښه وخت چې ځان د نورو په فكر كې ياست واقعاً همدې ته وفاداري او همدې ته تابعداري وايي. ولې همدا مشران بيا لـه دې نه دي خبر چې دوى د جنګ سالارانواو ټوپك سالارانو لپاره شفاعت كوي هغه ډول ټوپك سالاران چې تر ننه شخصي زندانونه لري او د ځان د ګټو لپاره د دوى بچي استعمالوي او په دې بهانه چې دوى د حقوقو ټيكدار دى په دوى بې قيد او شرطه حكومت كوي.

د نېكمرغه ووايم كه لـه بده مرغه همدا د ده تر واك لاندې خلك هم يا د دې حق نه محروم كړاى شوي وي چې لـه ده بغير دوى بل څوك نه شي غوره كولى او يا په دې نه پوهېږي چې دا زموږ حقوق تر پښو لاندې كوي كه د دوى د حقونو نه دفاع كوي ولې ثابته ده چې دا هم په پراخو پرګنو باندې د ټوپك سالارانو جال خپور دي او ډېر خلك ځان ازاد نه شي احساسولى او څوكالـه نور به هم دوى ونشي كولى دوى ته ووايې چې ياره بس كړئ هم مو وطن وطن كړو او خپل خلك مو هم اباد دا ځل يې نورو ته خوشې كړئ.