کـــــور

لومــړی مـــخ

ارشــيف اړيــــــکي   د کونډيانو يتيمانو هره اوښکه به درياب شي              يوه ورځ به زموږ کرږي زموږ ساندي انقلاب شي  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
اوښکه که سېلۍ
ورانه به يي کړی خو
توپک سالار څوک دي
ازاد خبريال او ژورنالـ
د حکومت بېځواکي او
دهشت ګرڅوک دي

په خط کي راته مه ليکه
يو وړانديز  

د اوښكې مجلې مسئول او ټولو قلمي همكارانو ته!

السلام عليكم

وبعد! محترمو! ستاسې دوه ګڼې تر اوسه چاپ شويدي او ما هغه د بازار څخه په بيه اخيستي دي ډېر په زړه پورې معلومات لري هيلـه ده چې نور معلومات هم اضافه كړئ.

د اللـه څخه درته د لا كاميابۍ غوښتنه كوم البته د پښتو په جامه كې


ستاسگې په دوهمه ګڼه كې د انګېزې اپريدۍ لخوا يوه ليكنه شوې وه چې سر ليك يې و "د خارج د ژوند خوب ليدل او د هندي فلمونو تقليد خپل ځان مسخره كول دي"

تر دې سرليك لاندې يوازې هلكان ښودل شوي و چې دوى دې قران او حديث وګوري چې څه وايي او دوى څه كوي خو د انجونو څخه صرف نظر شوى و اّيا دا ايت يا حديث يوازې د هلكانو لپاره راغلى او كه د انجونو لپاره هم؟ كه د انجونو لپاره هم نازل او راغلى وي ولې يې لـه انجونې توموړې صرف نظر كړي دي؟ولې انجونې بهرنى لباس نه كوي؟ ولې انجونې د هندي فلمونو تقليد نه كوي؟ هيلـه ده چې په راتلونكي كې كومه ليكنه د ځوانانو لپاره كېږي بايد د پېغلو لپاره هم وي.

درنو مفت خورو لوستونكو!

ستاسې مفت خورۍ خو دومره وكړل چې لـه دوو خپرونو \"څپې\" او \"سپوږمۍ\" څخه يې پوستكي وويستل نور مو څنګه زړه دى؟ د \"مينې\" مجلې خو هم هغه د چا خبره خولـه درته ... شوه چې كه نوره مرسته نه كوئ لږ تر لږه \"مينه\" خو په بيه واخلئ. نو دا دى اوښكه بيا، بيا لـه تاسو ښاغلو غوښتنه كوي چې د ثواب لپاره خو په خپرونو پيسې وركړئ.

او ريښتيا ! ! !

د ښاغلو قلموالو دې هم كور ودان وي د دوئ لـه لاسه خو \"مشرق او انځور مجلې\" د دوو يا درېو مياشتو پر ځاى په پنځو مياشتو كې يو ځل خپرېږي خو خداى Y ته وګورئ چې د خپل ايماني، وجداني او كولتوري مسئوليت لـه مخې ليكنې وكړئ او خپرونو ته يې د مرستې په ډول د خپراوي لپاره وركړئ، دا به مو د خپل كولتو، ژبې او وطن لوى خدمت كړى وي.