|
|
|
|||||
|
|
||||||
|
په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه |
||||||
|
سرليكنه: دبُست فرهنگي ټولني لومړنۍ کاليزه
دخوښۍ خبره ده چي په هلمند ولايت کي د بُست فرهنگي ټولني فرهنگپالو ځوانانو
د خپلو فرهنگي هڅو په لړ کي خپله لومړنۍ کاليزه په شانداره مراسمو ولمانځله
، د بُست فرهنگي ټولني ملگرو ډيري هلي ځلي کړي دي چي د پښتو ادب او
پښتونوالي ټغر له پيله بيا ټوله عمر همغسي ښکلى او غوړېدلى پاته سي په داسي
شرائطو کي چي د بيان او تشريح ضرورت يې داسي دى لکه عيان ته بيان فرهنگي
هڅو لپاره گام پورته کول څه آسانه خبره نه وه دسيدجمال الدين افغاني شعار
وو چي گټل آسان دي او ساتل يې گران دي، چا خو گمان هم نه کاوه چي دا ټولنه
به دلته دومره دوام ومومي چي د لومړنۍ کاليزي په شان وياړمني ورځي دي پيدا
او بيا دې ولمانځي.
په درنښت اداره |
|
If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font |
|
Copyright Benawa.com 2004 webmaster@benawa.com |