|
|
استاد حبيب الله رفېع، كابل
په افغانستان كې د
تاريخي انتخاباتو بهير
انتخابات دسياست په قاموس کي داولس له خوادنمايندګانو
ټاکلوته وائي چي بيا له دي استازو نه داداري په چوکاټ کي اولسي جرګه جوړيږي
او بيا دهر هيواد له سياسي سيستم سره سم يا داجرګه په خپله حکومت جوړوي
اويا يوازي پرجوړسوي حکومت څارنه کوي.
مطلقه او خپل چاري حکومتونه ډير لرغوني دي چي په خپله استبدادي خوښه به يي
پرخلکو حکومت کاوه او څه به ئي چي غوښتل همهغسي امرونه او حکمونه به ئي
چلول ، دنړي بيلابيلو او لسونو هڅه کوله چي دحکومتونو دمطلقيت مخنيوي وکړي
او داسي لاري چاري رامنځ ته کړي چي اولس په خپل بر خليک کي برخه واخلي.
داولس په برخليک کي دبرخي اخيستلو له پاره يو هم د(پارلمان) او (اولسي
جرګې) جوړيدل دي ، په دي برخه کي لومړي ګام داروپا يوه کوچني هيواد آيسلنډ
واخيست او په (٩٢٠)م کال يعني له نن نه يو زر او دري اتيا کاله وړاندي ئي
په خپل هيواد کي انتخابي (پارلمان) يا (اولسي جرګه) جوړه کړه او بيا د
ديارلسمي ميلادي پيړۍ په منځ کي په انګلستان کي پارلمان رامنځ ته سو چي تر
اوسه دوام لري.
دنړۍ په هيوادونو کي دوه ډوله پارلماني حکومتونه موجود دي چي ځيني ئي يو
مجلس لري او ځيني دوه چي يوه ته ئي اولسي جرګه او بل ته ئي دمشرانو جرګه
وايي .
داچي په افغانستان کي انتخابات او انتخابي سيستم څه وخت رامنځ ته شوي دا
ډيره جالبه او په زړه پوري موضوع ده او زموږ دهيواد لرغوني انتخابات چي
عمريي دري نيم يا څلور زرو کـــالو ته رســـــــيږي يوه داسي ځانـــــګړي
بڼـــــــه لري چي لاتر اوسه هم په نړۍ کي دي ډول انتخاباتو ته څوک ندي
رسيدلي ، دا انتخابات د آريايانو دژوند په ټولو ټولنيزو او سياسي برخو کي
له لاندي نه مخ په بره ترسره کيدل اوله کيږدۍ نه ترماڼۍ پوري ټولو خلکو
برخه پکي اخيسته اوخپل نماينده يي ټاکه.
هو! هغه وخت چي دهيواد په شمال کي آريايانو دمالداري ژوند کاوه او دبلخ او
شاوخوا سيمو په دښتونو کي خواره ړ يو انتخابي ټولنيز ژوند ئي تنظيم کړي ړ ،
د دوي په دي اجتماعي نظام کي کورنۍ دټولني بنسټ وه چي پلار دخوراک دتهيه
کولو اومور دهغه دمساوي او عادلانه رسولو مسئوله وه او دي تشکيل ته (کولا)
يا (کهول) ويل کيده ، ورپسې جوړښت (ګوترا) نوميده په دي کي به دقبيلي هغه
کورونه رايوځاي ړ چي ګډاغيل يعني شپول به ئي درلود او څاروي به يي په ګډه
پکي درول ،دي تشکيل ته به يو مشر په ګډه ټاکل کيده د ورپسي جوړښت نوم
(ګوشتي) ړ او هغه گڼ ګوتراګان به پکي راغونډ وه چي ګډه ورشواو څړځاي يي
لاره چي دي به هم يو انتخابي مشر درلود ،دګوشتيو له مجموعي نه بيا (ګرامه)
جوړيده او دهغي به هم يو انتخابي مشرړ چي موږ ئي نن ديوي اولسوالۍ انډول
بللاي شو دابه دڅو څړځايونو له مجموعي نه جوړه شوي وه ، دا دومره پوخ تشکيل
ړ چي لاتر اوسه دګرام کلمه زموږ دهيواد په ډيرو مکاني نومونو کي شته لکه
بګرام،کاڼيګرام او نور ، په دي پسي د (ويسه) يا (ديسه) تشکيل ړ چي دڅو
ګرامو خلک به پکي راټول ړ چي له اوسني ولايت سره ئي ورته بللاي شو ، ديس يا
ويس به هم يو انتخابي مشردرلود ، ددي جوړښتونو په سر يا هرم کي د(جانا) په
نامه وروستي سياسي جوړښت ړ چي ديوي وړي پاچايي بڼه يي درلوده او مشر ته به
ئي چي خلکو ټاکلي ړ (راجان) وايه ، په دي ترتيب د آريانا دمالدارۍ او
کوچيانۍ دورې په تشکيلاتو کي له لاندي نه په پورته ټول ټولنيز جوړښت او
انتخاباتو ولاړ ړ او دهمدي ټاکلو مشرانو له ارادي سره سم يي ژوند کاوه.
تردي وروسته په آريانا کي دښارونو او ثابتو مرکزونو په جوړيدلو سره
دمشرتابه ساحه نوره هم پراخه شوه او دانتخاب حق ترډيره حده پکي وساتل شو چي
ددي انتخابي تشکيل دپوخوالي له پاره يي دوي جرګې هم جوړي کړي چي يوه (سبما)
نوميده ، داجرګه په کليو کي جوړيده او کليوالي لانجي به يي فيصله کولي ،په
کلي کي يي ځانګړي خونه ورته ټاکلي وه اوپه نارينه ړ سربيره ښځو به هم برخه
پکي لرله ، ددي جرګي ګډون کونکي به دسيمي مخور خلک ړ چي خلکو به خوښ کړي وه
، دوهمه جرګه يي د (سميتي) په نامه وه چي دقوم مشران به پکي راغونډېدل او د
اولس دبرخليک ټاکلو په چارو به يي پريکړي کولي چي واکمن يا د اولس مشر به
هم په همدي جرګه کي ټاکل کيده .
ددي انتخاباتو او انتخابي نظام بهير په را وروسته زمانو کي هم د (جرګې) او
لويي جرګې په نامه راپاتي شو چي ترننه چليږي او داجرګي او لويي جرګي چي
داولس باوري استازي پکي راغونډيږي دملي برخليک په ټولو برخو کي دتصميم
نيوني مرکزونه دي ، کله چي دولت نه وي دولت جوړوي،کله چي پردي تجاوز کيږي
دپاڅون قومانده ورکوي، کله چي اړه پيښيږي اساسي قانون جوړوي او داولس په
نمايندګي دهيواد په سياسي برخليک کي بشپړه اراده اود پريکړي واک لري.
له دي سره اوياکاله مخکي په هيواد کي اولسي جرګه او بيا دمشرانو جرګه هم
جوړه شول چي دخلکو نمايندګان په دايمي توګه پکي راغونډ شول خصوصاً داولسي
جرګي اوومي او دوولسمي دوري ته آزاد انتخابات وشول او اولسي جرګي او مشرانو
جرګي دحکومت پرچارو قانوني نظارت درلود او وخت پروخت يي حکومتونه ترپوښتني
لاندي نيول.
کودتايي رژيمونه اوکمونستي استبداد په افغانستان کي دانتخاباتو بهير له
منځه يووړ او دپرديو په لاسونو جوړو شويو حکومتونو دهيواد اداره دځنګل
دقانون غيږي ته واچوله، اوس چي په هيواد کي په نړيوال ملاتړ يو انتقالي
حکومت جوړشوي افغانان بايد هڅه وکړي چي زموږ دملي تجربو په رڼا کي دنړيوالو
تجربو په ملتيا دانتخاباتو بهيريوځل بيا روان کړي او داولسي جرګي او مشرانو
جرګي پرانتخاباتو سربيره دولايتي جرګو په انتخاباتو سره له لاندي نه مخ په
بره دانتخاباتو بهير راژوندي کړي.
|