کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
په افغانستان کي دانتخـ  
دپښتو ژبي کنډوکنډو
لومړۍ ځينه
د کندهار سفر
چهل زينې د کندهارڅـ
ډاکټر ؟
د نوښت پرلوريو ګام
ډيري کډوالي کورنـ
دوئ وايي :
د پير محمد کاروان سـ
د پګړيو ښار
د شيخ متی په اړه
هيوادوالو ته اړينه خـ
خوږې خبري
د پرن مشر ميرويس نـ
د بست تاريخي کلا

ليكواله: مېرمن نازو

د بٌست كلا

درنو لوســــــتونکو! دا ليـکنه مي سږکال دبُـــست دتاريخي ودانۍ څخه دليدلو وروستــــه کړې ده او دغــه تاريخي کلا په دغه ليکنه کي په خپله ږغيږي .
دبُست تاريخي کلاخپل ټول ښائست له لاسه ورکړى وو . ډېره گيله منه وه چي دغوريانو او غزنويانو دخپل منځي جړې پرمهال ونړول سوه ددې دبيرته جوړيدو هڅه چا ونکړه . ددې شوړيدلو ديوالونو په گيله من انداز په گوڼه ژبه داويل چي په سل گــــــــــونو کلونه وړانـــدي چـــــي کله زما دجوړېدلو ډبره کېښودل سوه زه جوړه او دپاچهانو ماڼۍ او داوسيدلو ځاي سوم نوما فخر کاوه چي زه يوه له هغو ودانيو څخه يم چي ښايي سارى او بېله مي دنړئ په ډيرو هيوادونو کي نه وي ، ترمالاندي داوبو غځېدلى سيسټم هغه مهال او بلکه اوس هم څوک نه لري دهغو سلونو کاله وړاندي په نقشي ډبرو جوړيدل څه معمولي خبره نه وه سر پرسر په ځمکه کي ١٣ پوړه ښکلي هستوگن ځايونه دشاهانو داوسېدلو لپاره وه ، دظاهرشاه بابا دواکمنۍ پرمهال چي ماته څېرمه دلښکرگاه ښار جوړيدى ماته دا اُميدپيدا سو چي گوندي زه به هم خوندي وساتله سم خو دبده مرغه داسي ونه سول ،دغه واکمن هم زما دخوندي ساتلو هڅه ونه کړه .
له هغه وروسته زړه ور او پيــــــــاوړي حکــــــمران سردارمحمدداړد خان دښارونو دجوړولو لپاره ماسټرپلانونه جوړ کړل ده دا هڅه کوله چي افغانـســــــــــــتان دنړۍ دنورو هيوادونو سره په هر ډگرکي سيال کړي دنوموړي کور ودانۍ وايم چي زه يې له ړڼېدلو نه وژغورلم .
نورمحمدتره کي ديوه بدلون ږغ پورته کړ دده د بدلون پرمهال ځيني ودانۍ وراني او دځينو جوړېدو ته پاملرنه وسوه خو دغه سپيڅلى افغانستان دجړو ښکار سو . روسي يرغلرو پرافغانستان يرغل وکړ ، زما پرمغزي يې هم ټانکونه ودرول ، زما دښکلا يو څنډه هغه ښکلى حمام په مورچه بدل سو چي دوخت شاهان به پکښي لمبېدل دهغه مهال د دولت مخالف لوري چي ځانونه يې مجاهدين بلل د روسي يرغلرو د شړلو په موخه يې زما دبدن بيلابيلي برخي په راکټونو، توغنديو او بمونو باندي والوزولې. هو! پرما له هره اړخه ظلم سويدي ، کله چي روسانو له افغانستان څخه خپلي پښې سپکى کړې نو سم دستي هغه کسان چي ځانونه يې مجاهدين بلل په بيلابيلو کورنيو جړو سره اخته سول ، چا دتنظيم پرسر ، چا د دولت او واکمنۍ پرسر او چا بيا د ډيرو پيسو دترلاسه کولو په موخه زما په څير ډيري نوري تاريخي ودانۍ په لا نورو کنډوالو بدلي کړې ، دوي هم زما په مغزي کي مورچې جوړي کړې او ټانکونه يې ځاي پر ځاي کړل او زما دلانوري نړېدنى لپاره يې ليڅي راونغاښتې ، ددغو درندو ټانکونو وزن زما له سره هغه مهال ليري سو چي دگاونډي هيواد پاکستان څخه د پولادي اوسپني خريداران افغانستان ته راننوتل او په گازي ارو باندي يې هغه ټانکونه هم ټوټه کړل چي مايې په بيلابيلو وختونو کي د درانده تول ترڅڼ هغه ناخوالي هم زغملى وې چي په ناببره توگه به د دوي په کارتوسو بې گناه افغانان وژل کېدل . ددغي ډلي کمبله هم په داسي حال کي ټوله سوله چي پرځاي يې يوه بله ډله چي طالبان بلل کېدل راغلل ، دوي ډيرى هغه خلک وشړل چي زه يې په گوليو ويشتلې وم ، ماته هيله راپيدا سوه چي گوندي دوي به مي دخوندي ساتلو هڅه وکړي خو په دغه ډله کي هم داسي انسانان وه چي زما دلانوري ورانۍ لپاره يې ليڅي رانغښتي وې ، زما دجود ټولي برخي لړزېدلې چي زما په خوا کي ولاړه دبُست دروازه ونه نړول سي ، ماته راغلو له بيلابيلو سيلانيانو څخه به مي اورېدل چي په طالبانو کي داسي کسان سته چي دافغانستان تاريخي ودانۍ او تاريخي آثار له منځه وړي هو هغه مهال مي بيخي زړه ته تيره سوه چي نور به په کاغذونو اوکتابونو کي يوازي زما نوم پاته کيږي او زما ودانۍ به دبودا دمجسمو په څير ونړول سي ، دلته راغلو سيلانيانو به ويل چي په باميان ولايت کي دبودا تاريخي مجسمې چي دنړۍ ترټولو ستري مجسمې بلل کېدې د گاونډيو په اشارو د طالبانو له لوري ونړول سوې ، زما هم زړه ته تيره وه چي زه نه پاتېږم خو دخداي (ج) اراده څه بل شان وه ،دغى واکمنۍ ته يې هم دپاي ټکى کېښود او بياهم ماته راغلو سېلانيانو ويل چي طالبان دبودا آزار ووهل او واکمني يې ړڼه سوه .
بيا په نوې جامه کي نغښتي پخواني مجاهدين واکمن ســــول خــــــو داځل له دوي سره دنړى تر ټولو زبرځواک ( امريکايان) ملري وو ماته هيله پيدا سوه چي دغه زور ور ښايي زما دخوندي ساتلو يا له ما څخه د يوې ښکلي تاريخي ودانۍ دجــــــــوړولو هڅه وکـــــــړي خو داسي ونه سول ، يوازي تيرکال دهلمند والي شېرمحمد آخندزاده زما دحريم دخوندي ساتلو لپاره د لس لکه افغانيو دورکړي اعلان وکړ دا دتيري اوږدې جړې په اوږدو کي لومړى لويه پاڼه وه چي زما دخوندي ساتلو لپاره خرڅه سوه ده هيله لرله چي په دغو پيسو باندي به زما دخوندي ساتلو او له ما څخه ديوې ارزښتناکه تاريخي ودانۍ دجوړولو کار پيل سي خو له بده مرغه داسي ونه سول او زما حريم ته بيلابيل حيوانان راځي او ځيني غله خو کله کله زما په څڼ کي ولاړ او زما دورانولو پلانونه جوړوي ، اي افغانانو! اي پښتنو ! زما دخوندي ساتلو هڅه وکړي ، زه يو ژوندى تاريخ يم تاسو له ما څخه دنړۍ دنورو تاريخي ودانيو په څير يوه ښکلې ودانۍ جوړه کړى . زه تاسو ته ډاډ درکوم چي زما پر وجود خرڅي سوي پيسې به په لږ وخت کي تاسو ته زما سېلانيان درکړي او آن تردې چي زه دعوه کوم چي زما دلاري لاســـــــــــته راوړونکي گټي به د هلمندولايت دگټي وټي دنورو ټولو منبعو څخه ډيري وي ، لږ ترلږه تاسو خو په ما دا ازمايښت وکړي، زه ستاسو د دود، کلتـــــــور، فرهنـــــــــگ، تاريــــــــخ او ويــــــــاړنو يــــــــوه ژوندى بيله يـــــــــم دخــــــــداي لپـــــاره مـــــــا لـــــه ورانــــــېدلو څــــخه وژغــــــــــــــــــــورئ.