کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دبګړۍ په ياد دهلمندولا.. 
هلمنددتاريخ په اوږدوکي
بريښي
دوی وايي
په کومه خوله به دعوه کا..
په ملي هنداره کي
دتصوف تاريخچه
بيادي هلمندپه خروښېدو..
دويني فشار
کوم څيزونه د انسان په ..
ولي به نه ژاړم بابادکلي..
دماشومانولپاره
دپرون مشراحمدشاه بابا
دبسوګۍ واده
په ځمکه دښت
سپناوی
ځواني

 

دبگـړۍ پـه ويــاړ
دهلــمند ولايت د مـقام پيــغام

لکه څڼه چي وائي علم دعقل لارښود دي او عقل دفکر لار ښود دي له دې امله دنړۍ پر مخ دټولو کائيناتو پيژندنه او پرمخټ دعلم په واسطه ترسره کيږي. علم دقيامت تر ورځي پوري دعالمانو په واسطه انتقال او ساتل کيږي. فرهڼ د بشري ټولني د ارزښتناکه معتقداتو زيږنده دي چي دهري ټولني دفرهڼپالو له خوا انتقال او ساتل کيږي.
فرهڼيان دخپلي افغاني ټولني دعلم او ادب وياړلي ساتونکي دي. علم او ادب دټولني څراغ دي چي دهغه په واسطه ټول واقعيتونه په حقيقي توگه څرگنديږي.
داچي زموږ دگران هيواد افغانستان دعلم، ادب او فرهڼ دمراندو دغزولو او ټيڼولو په برخه کي زموږ دلرغوني ولايت په زړه کي د بُست په نوم فرهڼي ټولنه زموږ د اسلامي او افغاني لوړو عنعناتو دساتلو په منظور جوړه سوې ده او په خپل لوړاو پښتني احساس سره يې ددې سيمي د پښتنو بگړۍ نوره هم درنه کړي ده. او دهلمند ولايت ته يې دلومړي ځل لپاره ديوې خپروني وياړ ور بخښلي دي. د دوي ددې گام او ستر نوښت څخه مننه کوم.
زه دخپل ټولني دعلم، ادب او فرهڼ په ساتلو کي دلوي خداي (ج) له درباره څخه برياليتوبونه ورته غواړم او ډاډ ورکوم چي د دوي ددې وياړلي ټولني په ښه ترا غني کولو کي دهيڅ ډول مرستي او همکارۍ څخه ډډه نه کوم. ستاسو دبرياليتوبونو په هيله


په درنښت
الحاج شيرمحمدآخندزاده
دهلمندولايت والي