کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دبګړۍ په ياد دهلمندولا.. 
هلمنددتاريخ په اوږدوکي
بريښي
دوی وايي
په کومه خوله به دعوه کا..
په ملي هنداره کي
دتصوف تاريخچه
بيادي هلمندپه خروښېدو..
دويني فشار
کوم څيزونه د انسان په ..
ولي به نه ژاړم بابادکلي..
دماشومانولپاره
دپرون مشراحمدشاه بابا
دبسوګۍ واده
په ځمکه دښت
سپناوی
ځواني

ځواني

علاوالدين سلطاني \ لښکرگاه

لوي څښتن (ج) انسان ته دري مرحلي ژوندورپه برخه کړي دي .چي يوه ئي دوړکتوب دوره ،اوبله ئي دځواني دوره ده اودريمه مرحله دژوندهم دپيري ياسپن ږيرتوب دوره ده خوپه دي ټولودوروکي کښي دځواني دوره يولوي نعمت دي چي لوي خداي (ج) خپل بنده ته دانعمت ورپه برخه کړيدي. ځواني چي يوطغياني ،سرکښه اوسر شاره دوره ده په دي دوره کښي انسان ډيرمغروراودخپلونفسي غوښتنو منونکي وي ويل کيږي چي ځواني يونشه وي نه چي هميشه وي. همداځوانان دي چي دهيوادراتلونکي برخليک په دوي پوري اړه لري دهيواد ځوانانو ته په کارده چي په دي نازکو شرائطوکښــي موټي راونـــغاړي اودخپل هيواد خـــــدمت ته ملاوتـــــړي .
خداان ملتي راسروري داد ـ که تقديرش بدست خويش بنوشت
باان ملتي سروکاري نه دارد ـ که دهقانش به راي ديګران کشت
خوزموږپه ټولنه کي ځيني داسي ځوانان هم سته چي خپل ټول عمرئي دټوپــــک لپاره وقـــــف کړي دي اوخپله نيکبختي دهمداټوپک په لاره کي ويني اوخپل ټول ژونديي ديوشخص دخوشحاله کولولپاره وقف کړي وي اوداسي يوشخص ته چي دهيڅ مسوليت احساس ورســــــره نـــه وي وفاداره وي نودداسي ځوانانوڅخه بياهيڅ کله دخدمت اميد نسي کيداي داسي ځوانان نه يواځي چي دخدمت جوګه کيداي نه سي بلکه نورهم زمـــــوږ د مظـــلومو هيـــوادوالو د ځوريدلو سبب ګرځي زه د خپلو ټولو ځوانانو وروڼو څخه غواړم چي خپل خوږاو آزاد ژوندمه ايساروئ اوخـــپل قيمتي وخت مودنورو تر ولکي اوامرلاندي مه تيروي .نورزموږدبي ګناه وطنوالوزوړنه مه آزروي. بنـــــدګي اوغـــلامي يـوازي او يوازي دخداي ښه ده. هغه ځوانـــــان چي يـوشخص ته داسي شخص چي پراسلامي اوقانوني اصولوبرابرنه وي وفاداره وي اوشپه ورځ دهغوي دخوشحاله کولولپاره هلي ځلي کوي داسي ځوانان بياهيڅ کله. زموږ د وطن اووطنـــــوالودردتــه دواکيداي نشي .يوهغه آمروي چي هغه يوملي شخصيت وي اوپراسلامي اوقانــــوني اصولوسمبال اوبرابــر وي چــي دداسي آمرامربياواجب دي .چي مقصدئي دخپل دين اووطن خدمت وي .نوګرانوځوانانوراسي سرله نن څخه داهوډوکړوچي نوربه له هررنګه ناوړوعملونواونارواغوښــــــتنواونفــــسي خواهشاتو څخه لاس واخلو،هله يوانسان دکاميابي منزل ته رسيدلاي سي چي دخپل نفس سره دمجادلي په ډګرکښي بريالي راووت. کله چي يوانسان دخپل نفس سره مجادله پيل کړه نوحتمي ده چي ددنيا اوآخرت نيکمرغي اوکاميابي به ئي په برخه شي. اودمسلماني لومړي شرط هم دځان اصلاح کول دي.
نبي ( ع ) هم دنفــــس جـــګـــــړي اومــجـــادلي تــه جهاد اکبريعني لوي جهادويلي دي .اوله کافرانوامنافقانوسره جګړه کولوته ئي جهاداصغريعني کوچنـــــي جهادويلي دي .لکه چي نبي عليه السلام اواصحاب کرام له يوي غزاڅخه راغله نونبي عليه الصلوۍ والسلام خپلواصحابوکراموته وويل چي موږ له جهاداصغرنه راستانه شولوراغلوجهاداکبرته. اصحابو کرامو پوښتنه وکړه چي يارسول الله ستـــــاقربان شم داجهــــاداکـــــبرکـــوم جـــهاد دي ؟ نونبي عليه السلام ورته وويل :جهاداکبرله خپل نفس اوخپل ځان سره جهادکول اومجادله کول دي .
ګرانوځوانانو:ددي ملت مظلومي سترګي ستاسي پرلورکږي دي .اودهيواددراتلونکي برخليک هم په تاسي پوري اړه لري ،نوتاسودهيوادځلميانوته په کارده چي خپلي مټي راونغاړي اودهيــــواد د خـــــدمت پـــه لاره کي نــه ستړي کيدونکي هلي ځلي وکړي ،اويوځل بياخپل ګران هيواددنړي له هيوادونوسره په قطارکي ودروي .
خوداهلي ځلي اوسيالي به هله ترسره کيداي سي چي زموږځوانان دعلم اوپوهي په ګاڼه سمبال شي .له لوي څښتن ((ج)) څخه غواړوچي زموږدوطن ځوانان نوردعلم اوپوهي په لوري مخه کړي اوپه راتلونکي کي دخپل هيوادلپاره دښه خدمت مصدروګرځي .