کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
پښتانه او ددوی اصلي . .
د پوهنتون يونيفارم
شيطان
استعداد څه ته وايي
هلمند د تاريخ په اوږدو . .
پسله مرګه مي بيا مه ..
د اوس مهالي پښتو مو . .
ما لاګل بوي کړي نه ..
جديد پښتانه
يوازي بګړی ده چي . .
شخصيت
ابوهاشم بن زيد سيواني
د تياتراوبازيګری. .
دپسرلي شاعرانه موسم
وچ ټوخی
طلوع ټلويژون څه خپروي
خانده مه
د فوټبال د نړي ځلانـ...
ميــــــــنه
د لونګو اميل

پښتانه او ددوي اصلي ټاټوبي

څېړنه : استاد خيرمحمد(( همت)) د هلمند د ښوونکو د روزنې د عالې موسسې استاد


که د تاريخ پاڼې په غور سره واړؤنو دا به مونږ ته جوته شي چه پښتون قوم يو زړور ،نوميالۍ،او باتوره قوم دي چه څو زره کلن تاريخ لري .چه دا نوميالۍ او غيرتمن قوم له ځانه څخه يو روښانه ،ځلانده او د وياړه ډکې کارنامې پريښې دي خصوصاًد پرديويرغلګرو په مقابل کې په کلکه دريدلې او ددوۍ شوم اهداف يې له خاورو سره يوشان کړي اودښمن ته يې غاښ ماتوونکې ځوابونه ورکړې دي دډيرو کلونو راهيسې د پښتون قوم او د پښتو د کلمې سره اشنايو.مګر د پښتو قوم په هکله څه ناڅه معلومات نلرو.حتي ډيرو پښتنو ته داپته نشته چه داقوم څنګه قوم دي اواصلې مسکن يې کوم ځاي دي.اوس گورو چه دا قوم څنګه قوم دي او اصلې مسکن يې کوم ځاي دي.د پښتون قوم دآرين له قومونو څخه يو قوم دي چه ددې وطن اصلې اوسيدونکې دي دتاريخ بيانوونکې وايې:چه ټول آريايان پخوا يوځاي اوسيدل او يوه ژبه يې درلودل چه د آريک په نامه ياديدله. دوۍ تقريباً څلور زره کاله ( ق-٢)له خپل اصلې مسکن يعنې آمو درياب له شاوخوا څخه راوکوچيدل او په باختر يعنې بلخ کښې يې يو ښکلۍ مدنيت جوړکړ.وروسته د ډيريدو په وجه له دغه ځايه هم تيت اوپرک شول ځينې د هرات پر خوادپاريس خاورې ته ولاړل،ځنيې دهندوکش په شمالې او جنوبې لمنو کې داباسيند ترڅنډو خواره شول،اوځينې تر اباسيند پورې وتل او د هندوستان په ځنګلو کښې ابادشول اولې برخې ته ايرانې دوهمې برخې ته مرکزې باخترې اودريمې برخې ته يې هندې آرين وا يې. دغه مرکزې او باخترې آريا يانو ډيرې قبيلې درلودلې چه يوه مهمه ډله يې ( بخت،پکت،پښت ) وه،په ريګودي کښې چه دهندې آريانو يو مشهور کتاب دي.(٤٠٠ ق م ) کښې ليکل شوې دي د آريايانو د لسو قبيلو ذکر يې کړي دي. چې په دوۍ کې يوه قبيله وه (پکت ، پښت ) په نامه يادې شوې ده.ديونان يو لوي مورخ هيرودود په (٤٨٤ ق م)کښې تير شوې دي ددې قوم نوم يې اخيستۍ دي او وايې:پښتانه غښتلې او ميړنې خلګ پکتيکا،پکتيا ،پکتيخا کښې اوسي او همداراز بطلموس د يونـــــان يو جغـــــرافيه دان وو او د پښتنـــــو سيمه يې (پکتيـن) بللې ده او وايـــــې چــــې چه د پښــــــتون مسکـــــــن وو. او هـــــــم يـــــې ( لا تين ،ترومپ،ګرېرسن) او نورو د (وېدا) پکهت د يونان پکتوس له موجوده پښتون سره تطبيق کړي دي او دا خبره يې منلې ده چې دغه د (پکت ،پښت،پکتوس) ليکلې دي.چه دې ډول الفاظو،کليمو او نومو د اوښتلو له مخه هم فيلالوژې علماووداخبره منلې ده چي (پکت،پخت،بخت،بخدې،پخدې) نومونه ټول يو اصل او يوه ريښه لري.او د پښتون کلمه هم له دغو څخه راوتلې ده.نو له دې تاريخې دليلونو څخه دا نتيجه راوځې چه پښتانه دآريايانو يوه مهمه څانګه ده چه لمړۍ په بخدې (بلخ) کښې اوسيدل بيا له هغه ځاي څخه د خپل نامه (بخت،پکت) او خپلې ژبې سره د پښتونخوا علاقو کښې خپاره شول. او خپل نوم يې تر دې وخته وساته.د مغلو د زمانې تاريخو نو پښتانه بني اسرآييل بللې دي مګر دا خبره صحيح نده ځکه بني اسرآييل د يعقوب اولاده ده مګر د پښتون قوم ذکر ددوي تر مخ دهندې آرينو په مشهور کتاب(ريګويد) کې شويدي.پښتون ته په هندوســــــــتان کې پهــــــټــان وايې چه غــــالـــــــباً د(پښــــتان)کلمه يـــــې اړولــــې ده.او همــــــدارنــــګه د غزنـــــوې پاچــــــاهـــــــانو د وخت راوروســـــــتــه تاريخـــــو کښــــې افــــــغـــان ويلـــې شويدي. د پښتــــــــنـــو له ځانــــــګــــړې اوصــــــاف:-ددوي د هــــر سړي پراخ تنــــــــدي، ښايســـــــته سيــــــرو،غنـــــمـــې رنګــــــونو،تورو ويښتو څـــــــخه تـــــوره، ميــــــــړانــــه، زړورتـــــــيـــا، غــــيــرت، نــــارينه توب غـــزم اراده . ايماندارې ، ديندارې، صداقت، وفا، او نور لوړ او سپـــــيــــڅــلې خويونه څرګـــــنديـــږي. پښـــتانه پخپله آزادۍاوخپــــــلواکۍ ميــــن اوخپله خـــــاوره اوخـــــپل وطن له سره تېــــــر دي دغـــــو ټــــولو صـــفـتــــونو تــــه دوي پــښــتو، پښـــــتو نولـــــى او پښــــــتــونواله وايې اوهرپښتــــون پر دغــــو صفـــــاتــو پېــږندل کيږي نوددغه تاريخي معلوماتو له مخې ويلاى شو چې پښتانه ددي وطن اصلي اوسېدونکي دي .


په درناوى