کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
پښتانه او ددوی اصلي . .
د پوهنتون يونيفارم
شيطان
استعداد څه ته وايي
هلمند د تاريخ په اوږدو . .
پسله مرګه مي بيا مه ..
د اوس مهالي پښتو مو . .
ما لاګل بوي کړي نه ..
جديد پښتانه
يوازي بګړی ده چي . .
شخصيت
ابوهاشم بن زيد سيواني
د تياتراوبازيګری. .
دپسرلي شاعرانه موسم
وچ ټوخی
طلوع ټلويژون څه خپروي
خانده مه
د فوټبال د نړي ځلانـ...
ميــــــــنه
د لونګو اميل

شخصيت (Personality)

محمد اسماعيل (( مهربان )) د هلمند دښوونکو د روزني د عالي مؤسسې استاد

دټولنيز ژوندانه په ټولو چارو کي او په خاصه توگه د زده کړي او ښووني او روزني په ډگر کي د ښوونکو او د ښووني او روزني د ټولو ماهرينو او منسوبينو لپاره د زده کونکو پېژندنه چي د ښوونيز او روزنيز نظام محور او موضوع جوړوي د اهمو (مهمو) موضوعاتو څخه شمېرل کيږي. د آدمي (انساني) افرادو د شخصيت د پېژندني په هکله د بشري علومو په تاريخي بهير کي د ډېر پخوا زمانو راهيسي د څېړنو او معلوماتو د لاسته راوړلــو لړۍ جاري ساتل سوي دي ، چي هر يو يې په خپل وار سره د وخت د شرائطو مطابق ارزښت لري.
دهـــر آدمـــي فرد، د شخــصيت جوړښت او پرمختيايي بهير يې د زېږېـــدني د پـيــــل کېدو څخه او ديو تدريـــجي او هميـــشـني (دوامداره) بهير په تـــوگه د ټولنـــيز محيط په چوکـاټ کي د عمر تر پــايه پوري د شخصــيت په هکــله زيات شمېر تعريفونه موجـــود دي، موږ دلتـه يوازي يو تعريف د يادوني وړ بولو:
شخصيت د هغه ارزښت څخه عبارت دي چي د انسان خصوصيات په ذاتي او معنوي ډول تشکيلوي يا په بل عبارت شخصيت د هغو بدني او رواني ارزښتونو مجموعه ده چي په بشري ټولنه کي د هر انساني فرد د تظاهر او پېژندني سبب گرځي.
د وکــتـــور يونگ سويــسي ارواح پــوه (روانشنـــــاس) چـــي په (١٨٧٥ ١٩٦٢) ميلادي کلــنو کــي يې ژوند کــــړي دي ، په عمومـي ډول د آدمـــي افـــرادو شخصــيت په دوو لاندنيو ډولـــــونــو راپيــــژنـي :

1. بېرونگرا (Extrovit)
2. درونگرا (Introvit)

بېرونگرا
ددې ډول شخصـــيتــونو مهــم خصوصيات دادي چــي دوي تل فرصــت غنيــمت گـڼي او حال ته د راتـلــــونکي په پرتــله ترجـــيح ورکـوي، د شيـــانو ، واقــعاتو او اشخــاصو ظاهــري بڼـي ته د کيــفي او اصـــلي ارزښتــونو په تنـاســــب او پرتلـه زيات ارزښت ورکـوي . د بېــرونگرا افرادو د توافــق او جوړ جـــاړي قوه غښتلې وي، د ټولنيز گـډ ژونـــدانه او د ټولنــــي د افرادو د ظــاهري فعاليت څـخه خونـــد اخــلي.
درونگرا
درونگــــرايــان د نـــورو د احـــساساتو په پـــــرتــله پر شخــــصي احساســــاتـــو باندي زياتــــه تـــکـــيه کـــوي، زياتــــره د حــال په پرتــــله راتــــلونکـــي ته ترجـــــيــح ورکوي، د ژر پريــــــکړي او تصــــمـــــيـــم او عــمـل پـــه پرتــــلـه سنجــــش او تـــدبـيـــــر تــــه ارزښـــــت ورکــــوي.

درونگــــرايــان په رسمـــي او غير رسمي دنــدو او مشغوليــــتــونو کــــي د تل لــپاره د اصول او قـــانــون پابنـــد وي. د ظــــاهر بيــنۍ په انــډول او پرتـــله د حقــايقــو او واقـعاتـو درونگـــرايان زياتـــره په خـــپل فکر او خـــيال کي ډوب وي. د عـمــــلي کارونــو په پرتله ذهني کــــارونـــو ته لـــکه: پلانــــگــــذاري، نـقـشه برداري او د مــــسائلو دحـــل او فـصل پـه منظور د تحــليــل او توضيــح ملاتړ وي. لـه دې کبله په عمــلي کارونو کي زياتــه برخه نســي اخيستلاي. درونگــرايان زياتره گوښـه گيـر او دمــنل سوو او باوري اشخاصو څخه پرته، د نا اشنا خلکو سره زياته راشه درشه نه کوي.
دوکتور يونگ (Dr. Young) عقيده لري چي په آخر کي د انسانانو د شخصيت وېشنه او دسته بندي يوازي په پورتنيو دوو ډولونو نه محدوديږي ، ويليام شلډن امريکايي ارواح پوه د انساني افرادو شخصيت د جسماني جوړښت په اعتبار په لاندي دريو ډولونو ويشلي دي:

اندو مورف (Endomorph)
هغــه کسان چــي په جسمي لــحاظ غښتلي د جـــلد او پوســـتکي له نــظره نرم وي، دا ډول خلک عمـــوماً راحــت غوښـتونــکي، نــرم ، مهربان او خوش بــــاوره دي.

موزومو روف (Mesomorph)
يـــا هغه کسان چــي د لـــوړي ونــــي خاونــــدان وي، دا ډول خلــک فــعال ، د قوي عزم لــرونکي او پـــه خپــــلو اړونـــدو چــارو کي نسبــــتاً بريالـــــي وي.

اکتو مورف (Ectomorph)
يا هــغــه کسان چــي په جسمــي لحاظ کـمزوري او د ظــاهري جســـامت له مخي ضعيف وي، دا کســــان زيـاتـــره گــــوښـــه گيــر او د واقـعــــاتـــو او حقــــايـقـــو پــه هکــله نسبتاً حـــساس او دقـــيــــق وي.
کــه څــه هــم د شلډن (W. Sheldon) پورتنـــۍ وېشـــنه د انســـاني افــرادو د شخصيت د پـيــژندني لپـــاره مرستــه کـــولاي سـي، مگر د ارواح پوهـــانو په نـــظر قاطــع کــيداي نسـي. په هر صــورت ښاغلى ښوونـکــى د درس او تــدريس په بهيــر کي دخپلي دنــدي د مسئوليت په نظر کي نيــولو سره مجبــور دي تر څــو د خپلــو اړوندو چارو په بهير کي ستــونزي او نيـــمگــړتيـاوي پر خپل وخت سربيـــره کشف او دحــل او فـصل لپاره يې لازمــي کړني تر ســـره کــــړي.