کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
پښتانه او ددوی اصلي . .
د پوهنتون يونيفارم
شيطان
استعداد څه ته وايي
هلمند د تاريخ په اوږدو . .
پسله مرګه مي بيا مه ..
د اوس مهالي پښتو مو . .
ما لاګل بوي کړي نه ..
جديد پښتانه
يوازي بګړی ده چي . .
شخصيت
ابوهاشم بن زيد سيواني
د تياتراوبازيګری. .
دپسرلي شاعرانه موسم
وچ ټوخی
طلوع ټلويژون څه خپروي
خانده مه
د فوټبال د نړي ځلانـ...
ميــــــــنه
د لونګو اميل

استاد حبيب الله رفېع، كابل

ابوهاشم بن زيد سرواني (بستي هلمندي)
پـه پښـتـوکـې د نـظـم او نـثــر د ژبــاړې بنـــســټ اېښــودونــکـى


ژبــــاړه د علـــــم د عــاميــــلېدلـــو او د فکـــر د خورېـــــدلـــو يــــوه داســـــې وسيــــــــله ده چـــــي علــــم او پـــوهــه نړيـــواله کــــوي او فکــــر او فــــن د انســانـــانو تـــرمنـــــځ شــــــريـکــــوي .لـــه همـــــدې امــــله ژبـــــــــاړي همـــــاغـــه دليــــــک لــــه پيــــدايښـــــت ســـره خپــل ارزښت جــــــوت کـــړى او د زرگــــونـو کلـــــونــو وړانــــدي ډېــر داســـــې ډبـــرليــــکونــه شــــته چــــي همـــاغه دلــــيــک پــــه وخـــت کــــې په نـــورو ژبـــوهم ژبــــاړل شــــوي اوڅــو ژبي متــــنـــونه يــــې راپــــاتـــــي دي .

پښــــتو چــــې د سيــــــمې يــــوه زړه ژبـــــه ده له زرگونوکلــونو راهيــسي يي اولسي ادبيات لکه لنډۍ ، نارې سروکي اونوردرلودل چې د پښتو د ميندو ژبو او د اريانا دلــــــرغـــــــونو ژبو له ادبيــــــاتو لــــــــکـــه ويــدي او اويستايي سرودونـــو ســــــره يې ســـرنښـــــــلــــېده اوپه همـــــغه جوړښـــت او سکښت او فکر او انـــــــدروان وو.

سروان ،بُست اوهلمند دپښتوداولسي ادب دپيدايښت ، ودې اوپرمختگ يولرغونى مرکزدى ، دپتې خان اورابياکيسه دپښتويومشهوره کيسه ده چې دځيني څېړونکو دڅېړني له مخي تراسلام وړاندې پېښه شوې او شفاهي نارې يې لاتراوسه خوله په خوله راپاتې دي :
که دوې دي کلابس دروازې دوې دي
پريوه پتې خان وزي
پردابله يې دمورسوې نارې دي .
همدرازپه دې سيمه کي په زرهاؤ لنډۍ پنځېدلې اوداتڼ نارې اوسروکي پکې انګازه شوې دي اواوس هم داولسي ادب يوه غني حوزه اوسيمه ده چې بېله څېړنه غواړي .
په همدې ادبپاله اوادب پنځوسيمو کـې ددولس سوه کاله وړاندې ابومحمدهاشم له زيد سرواني ، بستي ، هلمند ي کره سترگې وغړولې له يوې خوايې له پښتنې مورنه پښتوللو- للوواورېدل ، دپښتوپه بزمونوکې يې ملي کيسې ونغوږلې ، په پښتنى رزمونوکې يې دجنگي ډولونوپه اتڼ کې پاروونکي اوهڅونکي داتڼ نارې ترغوږ شوې ، دهلمند په ورشوګانوکي د شپونکيو لنډيو ته غوږ شو او د اولسي ادب په غېـــږه کي يې ادبي پالنه وشوه ، له بلي خوايې په بُست کې دوخت له علما ؤ اوفصحاؤ څخه زده کړه وکړه اوبياله دې ادبي اوعلمي پانګي سره عراق ته ولاړ، عـــــراق چې د اسلامى خلافت مرکز او د پياوړو عالمانو او اديبانو مجمع ؤ ، هلته يې د عربى بلاغت آثار او اشعار ولوستل ، په (٢٩٤ ) هـ ق کال چې يو اوياکلن ؤ بيرته هيواد ته راستون شو اودرى کاله وروسته په (٧٤) کلنۍ کې وفات شو .
ده چې خپل ژوندعلم اوادب ته وقف کړى ؤ اوښه استعداد يې درلوددادبي تخليق اوترجمې دواړه کارونه پرمخ بېول ، دشيخ کټه دلرغوني پښتانه دليکني له مخي ده په پښتو، فارسي او عــــربي شاعري کوله اودخپل استاد ابن خلادگڼ شعرونه يې په پښتوژباړلى وه، دده يو ټوکـــــي شعـــــر يې چي داهم طنـــــزدى په خــوږه اوروانه پښتوژباړلي اوداولسي لنډيودلفظي اوصوتي ښکلا رنگ يې پرې ورگډکړى دى :
ژبه هم ښه ويناکاندي چي يې وينه
دخاوندپه لاس کي زراودرهمونه
ژبور ورله ورځي وينايې اوري
ددرهم خاوندان تل وي په وياړونه
گورئ څومره روانه ژبه ده اوکه صراحت نه وى شوي چې داژباړه ده ، په خپله شعرپه ژباړه دلالت نه کاوه خوله دې سره دعربي شعراصالت هم څومره امانت ساتي :
من کان يملک درهـــمــين تعــملت
شفـــتاه انــــواع الــــــکـلام فقالا
وتقدم الفـصحاءفاستـمـــــعواله
ورايــــتــــه بــيــــن الــورې مختالا.
په دې ترتيب ابوهاشم سرواني په پښتوکې له نظم نه په نظم دژباړي بنسټ کښـېښود اودعربي ژبي دشاعرۍ يوه بولکه برخه يې په پښتووژباړله چي موږ ته يې يوازي يوه اووه بيتيزه نمونه راپاتي ده .
همدارازده دعربي اشعارودفصاحت اوبلاغت په بيان کي (( دسالووږمه )) په نامه يو منــثوره کتاب هم کښلى ؤ چي متن يې په لاس کي نشته خوښکاري چي په دې کتاب کي به يې هم دعربي فصاحت اوبلاغت په باب دعربي له معتبرومتنونونه مواد راژباړلي وي خوافسوس چې دعربودريگزار د وږمې د هلمند په رغونوکي دزمانې بـــادونولانـــــدي کړي او زموږ دادب دنيايې ترې محرومه کړې ده .
که څه هم دسروان ددې پياوړي اديب له پانگونه يوازي يوه نمونه راپاتي ده خودا وياړيې په برخه دى چې له نن نه يې يوولس نيم سوه کاله وړاندي په پښتو ژبه کې د منظومو او منثورو ژباړو بنسټ کښېښود اوبياوروسته دده له خوا دا تېره شوې دده ښه وپاله شوه او په سوونو ترجمې يې په پښتوکي وشوې او اوس په پښتوکې دژباړل شويوآثاروشمېره له زرگونواوړي :
تلک آثارناتدل علينا
فانظروابعد نا الى الا ثار